ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پاکستان د حبيب بانک کرکټ لوبډله کابل ته راغله

د پاکستان د حبيب بانک کرکټ لوبډله کابل ته راغله

author avatar
15 May 2016 - 16:54
د پاکستان د حبيب بانک کرکټ لوبډله کابل ته راغله
author avatar
15 May 2016 - 16:54

کابل (پژواک، ۲۶ غويى ۹۵): د پاکستان د حبيب بانک کرکټ لوبډله د افغانستان له پرمختيايي کرکټ لوبـډلې سره د يو لړ دوستانه سياليو په موخه کابل ته ورسېده.

د حبيب بانک لوبـډلې هرکلي ته د افغانستان د کرکټ بورډ  چارواکي او د رسنيو استازي ورغلي وو.

د کرکت بورډ مرستيال عزيزالله فضلي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دواړو لوبډلو تر منځ به دوه څلور ورځنۍ او څلور يو ورځنۍ لوبې د کابل د کرکټ په نړيوال لوبغالي کې ترسره شي.

هغه د پاکستان د حبيب بانک لوبډله پياوړې وبلله او ويې ويل چې په دې کې د دغه هېواد د ملي لوبډلې يو شمېر پخواني لوبغاړي هم شتون لري.

نوموړي هيله څرګنده کړه چې تر څلور ورځنيو سياليو وروسته يو ورځنيو سياليو لپاره به د پاکستان نور مشهور لوبغاړي شاهد افريدی، احمد شهزاد، عمرګل او عمران فرحت  هم کابل ته ورسېږي.

فضلي وايي، له دې لوبو څخه يې موخه دا ده چې له ايرلينډ او سکاټلينډ سره د راتلونکو سياليو لپاره د افغانستان لوبغاړو ته د تمريناتو زمينه برابره شي.

ټاکل شوې ده چې د جون په ٢٧مه (د چنګاښ ٧مه) د افغانستان کرکټ ملي لوبډله سکاټلينډ او ايرلينډ ته روانه شي.

د افغانستان او پرمختيايي لوبډلې او د پاکستان د حبيب بانک د سياليو تنظيموونکى شېراغا همکار وويل، دا لومړی ځل دى چې افغانستان ته بهرنۍ لوبدله راځي.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې له دې سياليو څخه به نړيوالو ته د افغانستان ته په اړه يو مثبت پيغام ورکړل شي او نورو نړيوالو لوبـډلو ته افغانستان ته د راتګ زمينه برابره شي.

ټاکل شوې ده چې د غويي په ٢٨مه د سې شنبې په ورځ د دواړو لوبډلو تر منځ لومړۍ څلور ورځنۍ لوبه پيل شي.

د افغانستان کرکټ بورډ ټاکنيزې کمېټې د لوبغاړو وړتياوو ته په کتلو سره ١٤ کسيزه لوبډله اعلان کړې  ده، چې په کې  نوروز منګل، حميد حسن، شاه پور ځدران، جاوېد احمدي، حشمت الله شهيدي، ناصر جمال، رحمت شاه، نجيب ځدران، راشد ارمان، افسر ځاځى، فريد احمد، عبدالله عادل، سيد شيرزاد، ظاهر خان او محمد سردار شامل دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.