ميمنه (پژواک ٢٦ غويى ٩٥): د فارياب پوليس وايي چې د دغه ولايت په غورماچ ولسوالۍ کې د يوې کورنۍ پنځه غړو د مسموميت له امله ژوند له لاسه ورکړى دى.
د فارياب پوليسو د مطبوعاتو مسوول عبدالکريم يورش په وينا، دغه پېښه پرون د غورماچ ولسوالۍ په ديوانه کارېز سيمه کې رامنځته شوې ده.
د هغه په وينا، په دغو کسانو کې څلور سړي او يوه ښځه شامل دي، چې د کوهي د اوبو څښلو له امله يې ژوند له لاسه ورکړى دي.
نوموړي زياته کړه: "د کورني اختلافونو له امله يې د کوهي اوبه په زهرو ککړې کړې وې، چې په پايله کې يې دغه پېښه رامنځته شوې ده."
خو د فارياب د عامې روغتيا مشر ډاکټر معروف ثمر وويل، چې د غورماچ روغتيايي کلينيک ته د دريو نارينه او يوې ښځې مړي چې د کوهي د ګاز نيونې له امله وژل شوي، راوړل شوي دي.
ثمر زياته کړه: "دوى د اوبه څاه کيندله، چې لومړى يو کس ګاز نيسي، چې د هغه د رايستلو لپاره دويم، دريم او دغه راز ښځه څاه ته ورښکته کېږي، چې په پايله کې يې څلور واړه ژوند له لاسه ورکوي."
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن