کابل (پژواک ٢٦ غويى ٩٥): د افغانستان د پښتنې بانک او د شپږو بهرنيو بانکونو تر منځ به ډېر ژر د پيسو چټک لېږد په برخه کې د همکارۍ هوکړه ليکونه لاسليک شي.
د پښتنې سوداګريز بانک د عامل رييس احمد خسرو نن په کابل کې په يوه خبري ناسته کې وويل چې د دغه هوکړه ليک په لاسليک سره به بهرنيو هېوادونو ته د دغه بانک له لارې په ډېره کمه موده کې د پيسو لېږد (له شپږو تر لسو ساعتونو پورې) ترسره شي.
نوموړي زياته کړه، د هغه هوکړه ليک پر بنسټ چې په تېرو دريو مياشتو کې ترسره شوې، د چين، سنګاپور، بحرين، متحده عربي اماراتو، ماليزيا هېوادونو او د هندوستان له سيټي بانک سره د همکارۍ هوکړه ليکونه لاسليک کړي.
نوموړي د پاتې نورو پنځو هېوادونو بانکونو نومونه په ډاګه نه کړل.
دغه راز نوموړي وويل، د هندوستان هېواد سيټي بانک چې د نړۍ له سترو بانکونو څخه بلل کېږي او په ډېرى هېوادونو کې خپلې څانګې لري؛ په افغانستان کې د ياد بانک د يوې څانګې پرانيستلو غوښتنه هم کړې ده.
خسرو وويل، چې په افغانستان کې د دغه بانک د څانګې په رامنځته کېدو سره به د نړۍ ټولو هېوادونو ته له دريو تر شپږو ساعتونو پورې د پيسو د لېږد اسانتيا برابره شي.
خسرو د دې پوښتنې په ځواب کې چې دا ډول اړيکې په تېرو ١٤ کلونو کې ولې نه وې رامنځته شوې، وويل: "په دې اړه خبرې کول نه غواړم، خو د پنځه کلن چمتو شوي پلان له مخې، غواړم دغه بانک يو ځل بيا ثابته کړي او د سوداګرو په کور بدل شي."
د هغه په وينا، صرافانو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو په موخه د دغه بانک يوه څانګه د کابل ښار په شهزاده سراى کې په پرمختللو وسايلو سنبال او نن ګټې اخيستو ته وسپارل شوه.
د شهزاده سراى د صرافانو ټولنې مشر خان محمد باز، په دې اړه د پښتنې بانک اقدام وستايه او هيله يې څرګنده کړه، چې د دغه بانک خدمتونه د پخوا په څېر ښه شي.
نوموړي وويل، چې صرافان له دغه بانک سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.
د پښتنې دولتي سوداګريز بانک په ١٣٣٣ لمريز کال کې رامنځته شوى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن