ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لوګر پر امنیې قوماندانۍ برید کې پنځه کسان ټپیان شوي

د لوګر پر امنیې قوماندانۍ برید کې پنځه کسان ټپیان شوي

author avatar
16 May 2016 - 12:02
د لوګر پر امنیې قوماندانۍ برید کې پنځه کسان ټپیان شوي
author avatar
16 May 2016 - 12:02

پل علم (پژواک، ٢٧ غويی ٩٥): د لوګر ولايت پر امنيې قوماندانۍ د وسله والو طالبانو د بريد په ترڅ کې پنځه کسان ټپيان شوي دي.

د لوګر د والي وياند سليم صالح د غويي په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه ناوخته لسګونو وسله والو طالبانو د امنيې قوماندانۍ پر ودانۍ بريد وکړ.

هغه وايي چې وسله وال طالبان د امنيتي ځواکونو له کلک مقاومت سره مخ شول او بريد يې پر شا وتمبول شو.

د صالح په وينا، په دغه بريد کې هېچا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

خو د لوګر د عامې روغتيا سرپرست رئيس ګل رحمن شاهي پژواک ته وويل چې د تېرې شپې په بريد کې د يو ډاکتر په ګډون پنځه تنه ټپيان شوي دي.

هغه زياته کړه: ((له قوماندانۍ سره څنګ ته زموږ د معتادينو شفاخانه ده، يو توغندى په شفاخانې لګېدلى چې يو ډاکتر او څلور مريضان پکې ټپيان شوي دي.))

ده وويل چې د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ دى.

وسله وال طالبان هم ياد بريد تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې تېره شپه ګڼو طالبانو د لوګر پر امنيې قوماندانۍ بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دغه بريد کې ګڼ شمېر پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې خو د کره شمېرې په اړه يې معلومات نه درلودل.

ده وويل چې په دغه بريد کې طالبانو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.