پل علم (پژواک، ۲۷ غویی ۹۵): د لوګر د پوهنې رياست چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو د څرخ ولسوالۍ د پوهنې امريت اړوند ټول کارکوونکي دندې ته له تګ څخه منع کړي.
د دغه ریاست ویاند محمد شاه پور عرب د غويي په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره ورځ وسله والو طالبانو د څرخ ولسوالۍ د پوهنې امريت ټولو کارکوونکو ته ګواښ کړی چې نور دندې ته ولاړ نه شي.
عرب وایي: "د وسله والو له لوري د څرخ د پوهنې په کارکوونکو د کار بندیز، د دې ولسوالۍ د پوهنې بهیر ټکنی کړی دى."
هغه وويل چې د قومي مشرانو په استازيتوب هڅې پيل شوې تر څو ياده ستونزه حل شي.
د څرخ ولسوالۍ د پوهنې امر قربان شاه پژواک ته وویل چې وسله والو طالبانو ورته ويلي، له خپلو ټولو کارکوونکو سره دندې ته ولاړ نه شي.
قربان شاه وایي: "طالبانو له مونږ څخه ځينې غوښتنې درلودې چې هغه زما له صلاحيت څخه لوړ وو، پوره مې نه کړل نو ځکه اوس يې زه سره له نورو کارکوونکو په کور کېښنولي يو."
خو هغه د طالبانو د غوښتنو په اړه معلومات ورنه کړل.
دغه راز د څرخ ولسوالۍ د بازار اوسېدونکي سيد عجب هم وويل چې له تېرې ورځې راهيسې د پوهنې امريت تړل شوى دى.
وسله وال طالبان هم ياده موضوع تاييدوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې د څرخ ولسوالۍ د پوهنې امريت د دوى غوښتنې نه دې منلې نو ځکه دندې ته له تګ څخه منع شوي دي.
هغه زياته کړه: "زموږ يوه غوښتنه دا وه چې د ولسوالۍ په ټولو ښوونځيو کې دى دوه تنه ديني عالمان د ښوونکو په توګه وګومارل شي او بله دا چې ښوونکي دې په وخت دندو ته حاضر شي نو دا يوه هم ونه منل شوه نو ځکه موږ د پوهنې امريت کارکونکي دندې له تګ څخه منع کړي دي. "
مجاهد وايي که د دوى غوښتنې ونه منل شي تر هغه به د څرخ د پوهنې امريت کارکوونکي دندې ته د تګ اجازه پيدا نه کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن