ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عبدالله: چين دې له طالبانو سره پر اړيکې لرونکو هېوادونو له خپل نفوذه کار واخلي

عبدالله: چين دې له طالبانو سره پر اړيکې لرونکو هېوادونو له خپل نفوذه کار واخلي

author avatar
16 May 2016 - 11:59
عبدالله: چين دې له طالبانو سره پر اړيکې لرونکو هېوادونو له خپل نفوذه کار واخلي
author avatar
16 May 2016 - 11:59

بيجينګ (پژواک، ٢٧ غويى ٩٥): د حکومت اجرائيوي رييس ډاکټر عبدالله وايي چې ترهګري، سخت دريځي او طالبان چين او افغانستان دواړه هېوادونه ګواښي او بايد يې پر وړاندې ګډه جدي مبارزه وشي

ډاکتر عبدالله چې پرون ناوخته په رسمي درې ورځني سفر د چين پلازمېنې بيجينګ ته رسېدلى دى نن د غويي په ٢٧مه د چين د نړيوالو اړيکو د پوهنتون محصلينو ته وينا وکړه.

هغه د چين له محصلينو او ډيپلوماتانو څخه وغوښتل چې خپله پاملرنه په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې او د سيمه ييز امنيت ټينګښت ته وګرځوي.

ډاکټر عبدالله وويل چې د چين او افغانستان ګټې مشترکې دي، خو د ترهګرۍ، سخت دريـځۍ او د طالبانو له ګډو ګواښونو سره هم مخامخ دي.

نوموړي د يادونو ګواښونو د له منځه وړو په موخه د چين او افغانستان پر ګډې کلکې مبارزې ټينګار وکړ.

اجرائيوي رييس په دغه پوهنتون کې د يواځېني افغان محصل د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې چين د سيمې له هغو هېوادونو سره ښې اړيکې او نفوذ پرې لري چې هغه له طالبانو سره نږدې اړيکې لري.

د هغه په وينا، چين کولى شي پر دغو هېوادونو له خپل نفوذ څخه په کار اخيستلو پر هغوى فشار راوړي چې له تاوتريخوالي لاس واخلي او د سولې له پروسې سره يو ځاى  شي، خو د کوم هېواد نوم واخيست.

ډاکټر عبدالله عبدالله وويل چې چين د افغانستان د سولې په پروسه کې مهم رول لوبولى شي.

د يادونې ده، چين د افغانستان د سولې پروسې د څلور اړخيزه ګروپ غړى دى چې تر اوسه يې د سولې په تړاو په کابل او اسلام اباد کې څلور ناستې کړې دي.

اجراييوي رييس زياته کړه: ((سره له دې چې د افغانستان ملي دفاعي ځواکونه د خپلې خاورې او ولس څخه کلکه دفاع کوي، خو بيا هم د افغانستان له خوا دسولې دروازې د ټولو وسله والو مخالفينو پر وړاندې خلاصې دي.))

ټاکل شوې ده، چې ډاکټر عبدالله نن ماښام د چين لومړي وزير سره رسمي ليدنه وکړي او ددې ليدنې پر مهال دافغانستان او چين ترمنځ پر شپږو هوکړه ليکونو او يادښتونو لاسليک وشي.

د اجرائيوي رياست مرستيال وياند جاوېد فيصل پژواک اژانس ته وويل چې لومړى به د (يو کمربند يوه لاره) هوکړه ليک لاسليک شي، دغه راز د ٥٠ ميليونه چينايي يوان بشري مرستو هوکړه ليک، د ٥٠٠ ميليونه چينايي يوان د تخنيکي همکاريو هوکړه ليک هم لاسليک شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.