فراه ښار (پژواک، ٢٧ غويى ٩٥): د فراه په جوين ولسوالۍ کې پر سړک د ځاى پر ځاى شوي ماين په چاودنه کې څلور پوليس ووژل شول.
د فراه د والي وياند محمد ناصر مهري وايي چې دغه پوليس د فراه له مرکزه تر جوين ولسوالۍ د غځېدلي سړک د جوړېدو چارو د امنيت پر ټينګښت بوخت وو چې ماين پرې وچاودېد او ووژل شول.
ده وويل چې دغه چاودنه نن سهار د جوين په ابخورک کلي کې شوې ده.
ياد کلي ته د څېرمه تخت کلي اوسېدونکي سهراب پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې چاودنه کې څلور پوليس وژل شوي او يو ټپي شوى هم دى.
د دې چاودنې مسووليت تر دې دمه چا پر غاړه نه دى اخیستى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن