ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې ۱۵زره ماشومان د ګوزڼ ضد له واکسينه پاتې کېږي

ننګرهار کې ۱۵زره ماشومان د ګوزڼ ضد له واکسينه پاتې کېږي

author avatar
16 May 2016 - 13:15
ننګرهار کې ۱۵زره ماشومان د ګوزڼ ضد له واکسينه پاتې کېږي
author avatar
16 May 2016 - 13:15

جلال اباد (پژواک، ۲۷ غويی ۹۵):  چارواکي وايي، د ننګرهار ولايت  په هغو سيمو کې به هم د واکسين کمپاينونه پيل شي چې ۱۵زره ماشومان په کې د پوليو واکسين له تطبيقه پاتې کېږي.

د ننګرهار په ټولو ولسواليو کې ګوزڼ ضد واکسين ترسره کېږي، خو د پچيراګام، هسکې مينې، کوټ، اچين او نازيانو ولسواليو په ځينو سيمو کې د نا امنيو له امله دا زمينه نه ده برابره.

د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر نجيب کامه وال د غويي په ٢٧مه، د ياد کمپاين د پيل په مراسمو کې پژواک خبري اژانس ته وويل، په څلور ورځو کې به کابو اوه سوه زره ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسين وکړي.

کامه وال وايي: ((د ننګرهار په پنځه ولسواليو يو شمېر سيمو کې ۱۵ زره ماشومانو له دې واکسينو پاتې کېږي، د ځايي مشرانو او علماوو په هڅو به په دغو سيمو کې هم يادو واکسينو ته زمينه برابره شي.))

تېر کال د ننګرهار په شينوارو کې د ګوزڼ اوه پېښې ثبت شوې وې او کابو ۶۰ زره ماشومان له واکسين څخه پاتې  شوي وو؛ خو سږ کال دغلته د پوليو مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.

د عامې روغتيا رييس وايي: ((په ټول ختيځ زون کې يوازې په کونړ ولايت کې د ګوزڼ درې پېښې شته دي، موږ هڅو کوو؛ څو د واکسينو په تطبيق سره يې د ويروس د انتقال مخه ونيسو.))

د هغه په وينا، د ګوزڼ ضد واکسين د دې څلور ورځني کمپاين پر مهال به په ختيځ زون کې يو ميليون ماشومانو ته واکسين تطبيق شي.

د ننګرهار د ديني عالم شيخ القران مولانا فضل الرحيم د کمپاين د پيل په مراسمو کې له کورنيو وغوښتل چې بايد خپل اولادونه واکسين کړي.

نوموړي زياته کړه: ((ځينی کسان شته چې د پوليو واکسين د نه کولو  له امله معيبوبين شوي، دا واکسين د اسلام له نظر هېڅ مشکل نه لري، نو کورنۍ دې پر خپلو اولادونو رحم وکړي.))

د اچين ولسوالۍ اوسېدونکي نويد شينواري پژواک اژانس ته وويل، د شينوارو په ځينو سيمو کې له کلونه راهيسې د ګوزڼ ضد واکسين نه دي ترسره شوي.

هغه وايي: ((موږ خبر يو چې سيمه ييز حکومت د قومي مشرانو په مټ هڅې پيل کړي چې ناامنو سيمو کې هم د ګوزڼ ضد واکسينو تطبيق شي، خو هيله لرو دا پروسه ګړندۍ شي.))

د نوموړي په وينا چې  شينواري د ډيورنډ کرښې ته نږدې د خيبر پښتونخوا له ځينو هغو سيمو سره نږدې دي چې د ګوزڼ مثبت پېښې په کې ډېرې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.