ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هېواد کې د پوليو سراسري کمپاين پيل شو

author avatar
16 May 2016 - 13:33
author avatar
16 May 2016 - 13:33

 کابل(پژواک، ٢٧ غويى ٩٥): له پنځو کلونو د کمو ماشومانو لپاره د پوليو واکسين ورکولو سراسري کمپاين په ټول هېواد کې پيل شو.

د عامې روغتيا وزارت لخوا نن په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کمپاين کې به شاوخوا ٩،٥ ميليون ماشومانو ته واکسين او ٧،٥ ميليون ماشومانو ته د البندازول ټابليټ ورکړل شي.

د خبرپاڼې په خبره، دغه کمپاين د عامې روغتيا وزارت لخوا د روغتيا نړيوال سازمان او يونسيف ادارې لخوا پرانېستل شو او د څلورو ورځو لپاره به دوام ولري.

پوليو يوه فلج کوونکې ناروغي ده چې د واکسين د منظم تطبيق له لارې يې وقايه کېدلى شي، حتى دغه ناروغي د ماشومانو مړينې سبب هم ګرځي.

افغانستان او پاکستان هغه يواځيني هېوادونه دي چې تر اوسه هم په کې د پوليو پېښې ليدل کېږي.

بلخوا د هېواد د عامې روغتيا وزارت وايي چې په دغه کمپاين کې له ٢-٥ کلونو پورې عمر لرونکو ماشومانو ته د کلمو چنجي ضد ټابليټ هم ورکول کېږي، څو ماشومان د چنجيو له شتون وقايه شي او په نتيجه کې  ماشومان د وينې کم والي، خوارځواکۍ، فزيکي او دماغي صدماتو وژغورل شي.

دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه پورې د هېواد په کچه د پوليسو د پنځو پېښو راپور ورکړل شوى دى.

د سرچينې د معلوماتو پر بنسټ، دا کمپاين په ټول هېواد کې د څه باندې ٦٧٥٠٠ روزل شوو رضاکارانو او  کارکوونکو لخوا پلى کېږي، دغه کسان خپله د ټولنې خلک دي او باور پرې کېدلى شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.