کابل(پژواک، ٢٧ غويى ٩٥): له پنځو کلونو د کمو ماشومانو لپاره د پوليو واکسين ورکولو سراسري کمپاين په ټول هېواد کې پيل شو.
د عامې روغتيا وزارت لخوا نن په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کمپاين کې به شاوخوا ٩،٥ ميليون ماشومانو ته واکسين او ٧،٥ ميليون ماشومانو ته د البندازول ټابليټ ورکړل شي.
د خبرپاڼې په خبره، دغه کمپاين د عامې روغتيا وزارت لخوا د روغتيا نړيوال سازمان او يونسيف ادارې لخوا پرانېستل شو او د څلورو ورځو لپاره به دوام ولري.
پوليو يوه فلج کوونکې ناروغي ده چې د واکسين د منظم تطبيق له لارې يې وقايه کېدلى شي، حتى دغه ناروغي د ماشومانو مړينې سبب هم ګرځي.
افغانستان او پاکستان هغه يواځيني هېوادونه دي چې تر اوسه هم په کې د پوليو پېښې ليدل کېږي.
بلخوا د هېواد د عامې روغتيا وزارت وايي چې په دغه کمپاين کې له ٢-٥ کلونو پورې عمر لرونکو ماشومانو ته د کلمو چنجي ضد ټابليټ هم ورکول کېږي، څو ماشومان د چنجيو له شتون وقايه شي او په نتيجه کې ماشومان د وينې کم والي، خوارځواکۍ، فزيکي او دماغي صدماتو وژغورل شي.
دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه پورې د هېواد په کچه د پوليسو د پنځو پېښو راپور ورکړل شوى دى.
د سرچينې د معلوماتو پر بنسټ، دا کمپاين په ټول هېواد کې د څه باندې ٦٧٥٠٠ روزل شوو رضاکارانو او کارکوونکو لخوا پلى کېږي، دغه کسان خپله د ټولنې خلک دي او باور پرې کېدلى شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن