ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سولې د څلور اړخيز ګروپ پنځمه غونډه سبا اسلام اباد کې جوړېږي

د سولې د څلور اړخيز ګروپ پنځمه غونډه سبا اسلام اباد کې جوړېږي

author avatar
17 May 2016 - 11:02
د سولې د څلور اړخيز ګروپ پنځمه غونډه سبا اسلام اباد کې جوړېږي
author avatar
17 May 2016 - 11:02

کابل (پژواک، ٢٨ غويى ٩٥):د افغانستان د سولې په اړه د څلور اړخيز ګروپ پنځمه غونډه سبا په اسلام اباد کې جوړېږي.

د ولسمشر مرستيال وياند دواخان مينه پال د غويي په ٢٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل  چې دا ځل په دې غونډه کې د افغانستان استازيتوب د ولسمشر ځانګړى استازى او لوى سفير ډاکJر حضرت عمر زاخېلوال کوي.

هغه زياته کړه چې پخوا په دې غونډو کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال حکمت کرزي د افغان پلاوي مشري کوله، خو دا ځل د سفيرانو په کچه غونډه ده.

د مينه پال په وينا، ترڅو پورې چې پاکستان د څلور اړخيز ګروپ د څلورمې غونډې پرېکړې  او ژمنې عملي نه کړي، افغانستان به په لويه کچه په دې غونډو کې  ګډون ونه کړي.   

په اسلام اباد کې د افغانستان لوى سفير او د ولسمشر ځانګړي استازي ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال پژواک خبري اژانس ته وويل چې دى به دافغان پلاوي په مشرۍ نن سلام اباد ته روان شي.

هغه زياته کړه چې دى به د څلور اړخيز ګروپ په پنځمه ناسته کې د افغان سولې لپاره د جوړې شوې لار نقشې پر عملي کېدو ټينګار  وکړي.

د زاخېلوال په وينا، د روان زېږديز کال د فبرورۍ په ٦مه، د دغه ګروپ په څلورمه ناسته کې د افغان سولې لپاره د لار نقشه تصويب شوې، خو تر اوسه عملي شوې نه ده.

د يادونې ده چې د ٢٠١٥ کال په ډسمبر مياشت کې د اسيا زړه کنفرانس په څنډه کې دافغانستان،پاکستان، چين او امريکا په ګډون دافغان سولې لپاره څلور اړخيز ګروپ جوړ شوى و.

دغه ګروپ تر اوسه په اسلام اباد او کابل کې څلور ناستې کړې، د کابل په وروستۍ ناسته کې پرېکړه شوې وه چې په مارچ کې به پاکستان وسله وال طالبان د سولې نېغ په نېغه خبرو ته حاضروي او د هغو طالبانو پر ضد به اقدامات کوي چې سولې ته نه حاضريږي.

خو تر اوسه پاکستان نه طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړل او نه هم پاکستان د وسله والو طالبانو پر ضد کوم اقدام  وکړ.

د پاکستان لخوا د سولې د څلور اړخيز ګروپ د پرېکړو د نه عملي کولو له امله ولسمشر اشرف غني اعلان کړى چې نور له پاکستان څخه د سولې په برخه کې مرسته نه غواړي. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.