ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند لاريون کوونکي: د ټوټاپ پروژه دې په خپل اصلي مسیر پلې شي

د هلمند لاريون کوونکي: د ټوټاپ پروژه دې په خپل اصلي مسیر پلې شي

author avatar
17 May 2016 - 19:31
د هلمند لاريون کوونکي: د ټوټاپ پروژه دې په خپل اصلي مسیر پلې شي
author avatar
17 May 2016 - 19:31

لښکرګاه(پژپژواک،۲٨غویی ۹۵) : هلمند کې سلګونو کسانو پر خپل اصلي مسير د ټوټاپ پروژې د ژر پلي کيدو غوښتنه وکړه.

دغه غونډه نن د هلمند په مرکز لښکرګاه کې جوړه شوې وه چې د مدنې ټولنو د غړيو ترڅنګ سلګونو عامو کسانو په کې ګډون کړى وو.

په دې غونډه کې مدني فعال جان محمد شیرزاد  وویل چې حکومت ډیر اقتصادي پلانونه لري، خو ګاونډي هیوادونه نه غواړي دغه پروګرامونه پلي او د دوی له احتیاج څخه خلاص شي.

ده وویل چې د ټوټاپ پروژه دې پرته له تغیر او ځنډ څخه په خپل اصلي  مسیر پلې شي.

دغه راز د هلمند د سرحدونو او قومونو چارو رييس احمد نوید نظري وویل چې د هیواد هر وګړی دې د ارزښتناکو پروژو ملاتړ وکړي.

دده په وینا، هیواد کې د قومونو وېشنه بدبختي رامنځته کوي او ګټه یې نورو ته رسیږي.

نظري وویل : (( د حکومت پخوانۍ او اوسنۍ پرېکړې دې پلې شي او موږ یې ملاتړ کوو.))

د عامو خلکو په استازيتوب عبد الستار ستوري وویل چې حکومت دې هم جدي شي هغه اقتصادي پلانونه دې په بېړه پلي کړي، چې د امنیت د ټینګښت او د خلکو د ژوند د ښه کیدو لامل کیږي.

نوموړي زیاته کړه چې د پردیو د موخو د مخنیوي لپاره دې ځانګړې تګلارې جوړې کړي.

ټوټاپ د ترکمنستان، ازبکستان او تاجکستان د برېښنا پروژه ده چې د افغانستان ځينو ولايتونو او بيا د سالنګ او کابل له لارې پاکستان ته غځول کېږي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.