ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

” د ټوټاپ پروژې د ترلاسه کولو لپاره سياسي او قومي هلې ځلې روانې دي”

” د ټوټاپ پروژې د ترلاسه کولو لپاره سياسي او قومي هلې ځلې روانې دي”

author avatar
17 May 2016 - 19:40
” د ټوټاپ پروژې د ترلاسه کولو لپاره سياسي او قومي هلې ځلې روانې دي”
author avatar
17 May 2016 - 19:40

کابل(پژواک،٢٨غويى٩٥): د افغانستان د مدني ټولنو فدرېشن وايي چې د ټوټاپ پروژې د ترلاسه کولو لپاره مدني نه ، بلکې سياسي او قومي هلې ځلې روانې دي.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼه کې شوې دي چې د افغانستان د مدني ټولنو د فدرېشن له لوري د غويي په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د ټوټاپ پروژې د ترلاسه کولو په موخه يو شمېر استخباراتي کړۍ هڅې کوي ترڅو د افغان قومونو ترمنځ د نفاق اور بل کړي.

سرچينه وايي چې يو مشخص قوم د ايران هېواد په مرسته هڅې کوي ترڅو د يوې سيمې په روښانه کولو سره نور هېواد تياره کړي او يا هم هيله يې دا ده ترڅو د ټوټاپ ملي پروژه د ايران له لارې تېره شي.

خبرپاڼه کې زياته شوې: ((له ډېر پخوا راهيسې په افغانستان کې دننه ګڼ شمېر ايرانپاله جاسوسان د سياسي، قومي او مذهبي مشرانو يا مدني فعالينو په نوم د ايراني استخباراتي کړيو او کمپنيو، په هېواد کې د نفاق او شقاق تخم شيندي.))

سرچينه وايي چې ټوټاپ هغه نړيواله اقتصادي پروژه ده چې له ټرانزيټ او هم په افغانستان کې له مصرفېدونکې برېښنا يې د هېواد ګڼ شمېر سيمو ته د رڼاګانو رسولو، متوازن انکشاف او پرمختيا چمتو کېدای شي.

 د افغانستان د مدني ټولنې فدرېشن پر افغان دولت، مدني، سياسي او ټولنيزو خوځښتونو غږ کوي چې پرېنږدي هغه سترې ملي او نړېوالې پروژې، چې د ټول ملت شريکې ګټې په کې نغښتې دي، د څو تنو تش په نامه رهبرانو او قومي ټيکه دارانو د استخباراتي پروژو ښکار وګرځي.

په دې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان د مدني ټولنې فدرېشن باور لري چې د يو شمېر معلوم الحاله نفس پرسته قومي او مذهبي ټيکه دارانو لخوا د ټوټاپ پروژې د سوېچ ترلاسه کولو هڅې او لاريونونه مدني سياسي او قومي خوځښت نه، بلکې د شخصي ګټو لپاره د پرديو استخباراتي کړيو رنګ او بوی لري.

سرچينه زياتوي: ((  فدرېشن د ورور هزاره قوم په ګډون ټول افغانان د ملي ګټو او ورورګلوۍ لپاره ژور او دقيق درک او تفکر ته رابولي او له ټولو هيله کوي چې د قومي، سياسي، مذهبي او استخباراتي دلالانو له حلقو او دامونو دې ځانونه وژغوري او د ګډ ژوند له لارې دې د هېواد متوازن انکشاف او پرمختګونو ته مټې رابډ وهي.))

دغه خبرپاڼه داسې مهال خپريږي چې تېره ورځ په کابل کې زرګونو کسانو د يو لاريون په ترڅ کې غوښتنه وکړه چې د ټوټاپ پروژه دې د سالنګ پرځاى د باميانو له لارې تېره شي.

ټوټاپ د ترکمنستان، ازبکستان او تاجکستان د برېښنا پروژه ده چې د افغانستان ځينو ولايتونو او بيا د سالنګ او کابل له لارې پاکستان ته غځول کېږي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.