جلال اباد(پژواک،۲۸ غويى ۹۵): چارواکي وايي چې په ننګرهار ولايت کې يې ۴۲ ميله وسلې او ۲۱ نامسووله وسله وال نيولي دي.
د ننګرهار امنيه قوماندان مل پاسوال زړور زاهد د غويي په ۲۸مه، ډاياګ پروګرام ته د يادو وسلو د سپارلو پر مهال وويل چې په دې تړاو نيول شوي کسان قضايي ادارو ته سپارل شوي دي.
زاهد وايي: ((دا وسلې په تېرو دوو مياشتو کې د عملياتو او تالاشيو پر مهال نيول شوې دي، په دې تور نيول شوي ۲۱ کسان د نورو څېړنو لپاره اړوند ادارو ته سپارل شوي دي.))
امنيه قوماندان يادونه وکړه چې د نامسووله وسله والو پر وړاندې جدي دى او قانوني چلند به ورسره وکړي.
دغه راز د ننګرهار والي سليم خان کندوزي وويل:((غير مسوول وسله وال د امنيت لپاره خطر دی، موږ په دې مسئله کې جدي يو او چاته اجازه نه ورکوو، چې وسلې وګرځوي.))
د کندوزي په خبره، د ننګرهار په بېلا بېلو سيمو کې د نا مسووله وسله والو د نيولو په موخه عمليات پيل شوي دي.
والي وايي: ((په تېرو دوه مياشتو کې زموږ پوليسو ۴۲ ميله وسلې او يو شمېر غېر مسوول وسله وال نيولي دي، موږ په دې برخه کې د چا مراعات نه کوو، هيله ده غېر قانوني وسلې ونه ګرځول شي.))
د جلال اباد ښار اوسېدونکی او مدني فعال اکرام الله اکرام پژواک ته وويل،په ننګرهار ولايت کې ډېر شمېر غېر قانوني وسله وال شتون لري.
اکرام وايي: ((خلک له غېر قانوني وسلو او وسله والو څخه وېره لري، حکومت بايد د غېر قانوني وسلو د نيولو په موخه په ښار کې پراخ عمليات پيل کړي.))
اخوا د ننګرهار ولايت امنيتي چارواکي بيا يادونه کوي چې د ښار او ورڅېرمه سيمو ترڅنګ په ټولو سيمو کې امنيتي ادارو ته سپارښتنه شوې چې نا مسووله وسله وال ونيسي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن