کابل (پژواک ٢٨ غويى ٩٥): د مشرانو جرګې حقيقت موندونکى پلاوى، پروان ولايت کې له دوه سوه څخه د زياتو شکمنو کسانو د نيولو په اړه وايي چې دغه کسان د ترياکو محصولاتو راټولولو په موخه د هېواد شمال ته د تلو په حال کې و.
د پروان سيمه ييزو چارواکو د غويي مياشتې په ١٨ مه ويلي چې شا وخوا تېره يوه اونۍ کې يې ٢١٠ شکمن کسان چې د پروان او کاپيسا له لارې د هېواد شمال ته تلل، نيولي دي.
په رسنيو کې د دغه خبر له خپرېدو وروسته د مشرانو جرګې يو شمېر غړو د پروان ولايت پر امنيتي ځواکونو نيوکه وکړه او ويې ويل، دا کسان له دې امله چې پښتانه دي؛ نيول شوي او له وسله والو مخالفينو سره هيڅ تړاو نه لري او د کار موندنې په موخه د هېواد شمال ته تلل.
خو د مشرانو جرګې د ملي اقتصاد کمېسيون مشر او د ياد پلاوي غړي معلم لالا ګل د دغې جرګې په ناسته کې وويل، نيول شوو کسانو په دې اعتراف کړى چې د ترياکو نېش وهلو ماهرين دي او په همدې موخه د هېواد شمال ته تلل.
هغه زياته کړه، چې د دغو کسانو له ډلې يې ١٩٨ کسان ازاد شوي، خو ١٢ کسان يې له وسله والو مخالفينو سره د اړيکې په تور د امنيتي ځواکونو له لوري تر څېړنې لاندې دي.
د حقيقت موندونکي پلاوي موندنې ښيي چې ياد کسان په څو هغو موټرونو کې چې حيوانات په کې لېږدول کېږي، د هېواد شمال ته د تلو په حال کې و او له هر کس سره دوه عدده فلزي پيسې هم وې، چې له هغه وروسته په ډاګه شوه، چې دوى د ترياکو حاصلاتو د راټولولو په موخه تلل او له فلزي پيسو څخه په ګټې يې ترياک راټولول.
نوموړي د جرګې له نورو غړو وغوښتل چې قومي، ژبنيو، سمتي او مذهبي تعصبونو ته لمن ونه وهي.
د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلميار هم د جرګې له غړو وغوښتل چې بايد احساساتي عمل ونه کړي.
مسلميار وويل، دغه کسان د هغو استخباراتي او کشفي راپورونو له مخې چې ګني يو شمېر کسان غواړي د هېواد په شمال کې ترهګريزې کړنې ترسره کړي؛ نيول شوي دي.
هغه زياته کړه، هر څوک چې قومي، سمتي او ژبني تعصبونو ته لمن ووهي؛ د افغانانو دښمن دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن