ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په خوست کې هم ٢١ نجونې مسمومې شوې

په خوست کې هم ٢١ نجونې مسمومې شوې

author avatar
17 May 2016 - 18:46
په خوست کې هم ٢١ نجونې مسمومې شوې
author avatar
17 May 2016 - 18:46

خوست ښار (پژواک، ٢٨ غويى ٩٥): چارواکي وايي چې د خوست د مرکز اړوند د متون په سيمه کې د يوه ښوونځي ۲۱ تنه نجونې مسمومې شوې دي.

د خوست د پوهنې رييس انجنير بخت نور بختيار د غويي په ٢٨مه، چې په ولايتي ملکي روغتون کې يې له مسموم شويو نجونو څخه ليدنه کوله، پژواک اژانس ته وويل  چې دغه نجونې د متون د کجيري کلي د زرغونې انا د ليسې زده کوونکې دي.

نوموړي زياته کړه، چې د مسمومېدو لامل يې تر اوسه نه دی په ډاګه شوی، خو ټولې مسمومې شوې نجونې په روغتون کې بسترې شوي او روغتيايي وضعيت يې ښه دی.

بختيار وويل: ((نجونې اوسمهال ټولې په ملکي ولايتي روغتون کې تر درملنې لاندې دي. تراوسه د پېښې د لامل په اړه څه نشو ويلی، خو خپلې جدي پلټنې مو پيل کړې دي.))

د خوست د عامې روغتيا رياست د ساري ناروغيو د څانګې مسوول ډاکټر ګل احمدشاه پژواک اژانس ته وويل، چې ښوونځی يې له نږدې ليدلی او څېړنې يې روانې دي.

هغه زياته کړه: ((موږ ته وويل شول، چې هلته بوی لرونکی ګاز احساس شوی و، خو موږ داسې کومه نښه ونه موندله، چې اصلاً پېښه د څه شي له امله رامنځته شوې ده؟))

نوموړي وويل چې په ظاهري ډول داسې برېښي چې پېښه په قصدي توګه نه، بلکې د کوم طبيعي لامل په پايله کې رامنځته شوې.

خو هغه زياته کړه، چې د کره لامل د معلومولو لپاره يې د ښوونځي د څښاک د اوبو او ځينو خوراکي توکو نمونې اخيستي او د معايناتو لپاره يې لابراتوار ته لېږلې دي.

ډاکټر ګل احمدشاه وويل: ((ټولې نجونې له ۱۰ کلنۍ څخه تر ۱۸ کلنۍ پورې عمرونه لري، چې د اووم، اتم، نهم او لسمو ټولګيو زده کوونکې دي)).

د سيمې يوه اوسېدونکي ګل قاسم چې په پېښه کې يې لور مسمومه شوې، پژواک اژانس ته په روغتون کې وويل  چې اوبه يې څښلي او وروسته بيا بې هوښه شوې.

هغه زياته کړه، چې لومړۍ نجلۍ د سهار په دويم درسي ساعت کې بې هوښه شوې او نورې نجونې په نورو درسي ساعتونو کې مسمومې شوې دي.

د يادونې وړ ده، چې نن په نيمروز ولايت کې هم تر ٢٠٠ زياتې نجونې مسمومې شوې وې، او دوه ورځې مخکې په تخار ولايت کې هم سلګونه نجونې مسموم شوې وې.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.