زرنج ښار(پژواک، ٢٨ غويى ٩٥): د نيمروز ولايت ځايي چارواکي وايي چې ددې ولايت په مرکز زرنج ښار کې نږدې دوه سوه زده کوونکي چې نجونې او هلکان په کې دي، مسموم شوي دي.
د نيمروز د عامې روغتيا رياست مشر ډاکټر نور احمد شيرزاد، پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياد شوي زده کوونکي نن سهار د زرنج ښار په ( شهيدناهيد) او (شهيد ګل مکۍ) ښوونځيو کې مسموم شوي دي.
هغه زياته کړه، کله چې زده کوونکي خپلو درسي ټولګيو ته ننوتلي، د ګاز بوى يې حس کړى او وروسته بې هوښه شوي دي.
د شيرزاد په خبره، ټول مسموم شوي روغتون ته لېږدول شوي او د زياترو روغتيايي وضعيت د ډاډ وړ دى چې له درملنې وروسته به بېرته رخصت شي.
د نیمروز د عامې روغتيا مشر وويل چې مسموم شوي له ٨ تر ١٦ کلونو پورې عمر لري.
د غفار په نامه يوه مسموم شوي زياته کړه:((کله چې ټولګي ته ننوتم د ګاز بوى و چې له څو شېبو وروسته بې هوښه شوم او نور نه يم پوهېدلى چې څه وشول.))
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ هم د لومړي ځل لپاره په دغه ولايت کې سل زده کوونکې نجونې مسمومې شوې وې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن