ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سرپل سېلابونو کې ۲۴کسان مړه شوي

د سرپل سېلابونو کې ۲۴کسان مړه شوي

author avatar
18 May 2016 - 13:19
د سرپل سېلابونو کې ۲۴کسان مړه شوي
author avatar
18 May 2016 - 13:19

لومړی تعقيب- کابل (پژواک، ٢٩ غويى ٩٥): ځايي چارواکي وايي چې نن سهار د سرپل په کوهستانات ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله دوه سوه کورونه ويجاړ شوي،  ۲۴ کسان له منځه تللي، لس تنه ټپيان او شاوخوا ۳۶  نور ورک دي.

د سرپل والي محمدظاهر وحدت  پژواک خبري اژانس ته وويل چې د سختو سيلابونو له امله نن سهار ددې ولسوالۍ په خواله سيمه کې سېلابونه راووتل.

د هغه په خبره، سېلابونو د استوګنې شاوخوا دوه سوه د هستوګنې ودانۍ( کورونه، جوماتونه، ښوونځي او ژرندې) ويجاړ او سلګونو جريبه ځمکه زيانمنه شوې ده.

نوموړي زياته کړه چې په ټوليز ډول وژل شوي، ټيپان او لا درکه کسان شاوخوا ۷۰ تنه وو چې تر اوسه د ۲۴ کسانو مړي موندل شوي، لس تنه ټپيان دی او پاتې نور لا هم ورک دي.

دی زياتوي، کېدای شي د مرګ ژوبلې شمېره تردې هم لوړه شي.

د کوهستانات ولسوالۍ اجرايي امر امر ملا ذولفقار  وايي چې ځايي خلک د ورک شوو خلکو د موندلو او ژغورنې په هڅو بوخت دي.

د کوهستانات روغتون مرستيال ډاکټرمحمد قايم ويلي چې د روغتيايي کارکوونکو او  ډاکټرانو يوه ډله يې د ټپيانو د مرستې لپاره سيمې ته استولې ده.

هغه هم ټينګار وکړ چې تر اوسه د ۲۴ تنو مړي ترلاسه شوي او د پېښې په سيمه کې د لسو ټپيانو درمنله هم شوې ده.

د سرچينې په خبره، لومړني معلومات څرګندوي چې په دې پېښه کې څلور کسان ژوبل شوي دي.

په دې اړه به نور جزييات وروسته خپاره شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.