ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زاخېلوال د پنځمې غونډې تر پیل مخکې د امريکا له ځانګړي استازي سره وليدل

زاخېلوال د پنځمې غونډې تر پیل مخکې د امريکا له ځانګړي استازي سره وليدل

author avatar
18 May 2016 - 14:43
زاخېلوال د پنځمې غونډې تر پیل مخکې د امريکا له ځانګړي استازي سره وليدل
author avatar
18 May 2016 - 14:43

کابل (پژواک، ٢٩ غويى ٩٥): د ولسمشر ځانګړي استازي او په اسلام اباد کې د افغانستان لوى سفير ډاکتر عمر زاخېلوال د امريکا له ځانګړي استازي سره وليدل.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت له خوا د غويي په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا ليدنه نن په اسلام اباد کې وشوه.

سرچينې زياته کړه چې د افغانستان سفير ډاکټر زاخېلوال د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا له ځانګړي استازي سره د افغان سولې د څلور اړخيز ګروپ د پنځمې غونډې په اړه خبرې وکړې.

ټاکل شوې ده چې دغه پنځمه غونډه نن له غرمې وروسته د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې جوړه شي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ليدنه کې پر يو شمېر نورو مهمو موضوعاتو هم خبرې شوې دي.

په اسلام اباد کې د افغانستان لوى سفير او د ولسمشر ځانګړي استازي ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال پرون پژواک خبري اژانس ته ويلي وو چې دى به د اسلام اباد په غونډه کې د افغان پلاوي مشري کوي.

هغه زياته کړې وه چې دوى به د څلور اړخيز ګروپ په پنځمه ناسته کې د افغان سولې لپاره د جوړې شوې لار نقشې پر عملي کېدو ټينګار  وکړي.

د زاخېلوال په وينا، د روان زېږديز کال د فبرورۍ په ٦مه د دغه ګروپ په څلورمه ناسته کې د افغان سولې لپاره د لار نقشه تصويب شوې، خو تر اوسه عملي شوې نه ده.

د يادونې ده چې د ٢٠١٥ کال په ډسمبر مياشت کې د اسيا زړه کنفرانس په څنډه کې د افغانستان، پاکستان، چين او امريکا په ګډون د افغان سولې لپاره څلور اړخيز ګروپ جوړ شوى و.

دغه ګروپ تر اوسه په اسلام اباد او کابل کې څلور ناستې کړې، د کابل په وروستۍ ناسته کې پرېکړه شوې وه چې په مارچ کې به پاکستان وسله وال طالبان د سولې نېغ په نېغه خبرو ته حاضر وي او د هغو طالبانو پر ضد به اقدامات کوي چې سولې ته نه حاضرېږي.

خو تر اوسه پاکستان نه طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړل او نه هم پاکستان د وسله والو طالبانو پر ضد کوم اقدام  وکړ.

د پاکستان له خوا د سولې د څلور اړخيز ګروپ د پرېکړو د نه عملي کولو له امله ولسمشر اشرف غني اعلان کړى چې نور له پاکستان څخه د سولې په برخه کې مرسته نه غواړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.