ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فیروز: د خوست لرو پرتو سيمو ته روغتيايي اسانتياوې برابروو

فیروز: د خوست لرو پرتو سيمو ته روغتيايي اسانتياوې برابروو

author avatar
18 May 2016 - 15:48
فیروز: د خوست لرو پرتو سيمو ته روغتيايي اسانتياوې برابروو
author avatar
18 May 2016 - 15:48

خوست ښار (پژواک، ٢٩ غويى ٩٥): د عامې روغتيا وزير وايي چې د خوست ولايت د روغتيايي خدماتو د کيفيت ښه کولو او لرو پرتو سيمو کې د اسانتياوو برابرولو ته به خپله پاملرنه زياته کړي.

د عامې روغتيا ډاکټر وزير فيروزالدين فيروز د غويي په ٢٩مه دغه څرګندونې د دغه ولايت په ملکي روغتون کې د اورتوپيدي څانګې د پرانيستنې په موخه يوې جوړه شوې غونډه ته وکړې.

هغه زياته کړه، وزارت يې هڅه کوي چې د دغه ولايت د لرې پرتو ولسواليو اوسېدونکو لپاره با کيفيته روغتيايي خدمات وړاندې کړي.

نوموړي وويل چې په دې برخه کې هېڅ ډول مرستې نه درېغوي او هر هغه امکانات چې د عامې روغتيا وزارت يې په لاس کې لري، د خوست ولايت د عامې روغتيا رياست په واک کې به يې ورکړي.

ډاکټر فيروز زياته کړه: ((که څه هم د پخوا په پرتله وضعيت لږ ښه شوی دی، خو لا تراوسه هم زموږ د لرې پرتو ولسواليو اوسيدونکي د روغتيايي خدمتونو څخه محروم دي او دغو خلکو ته د وړ روغتيايي خدمتونو برابرول زموږ د کاري لومړيتوبونو څخه دي)).

بل طرف په ياده غونډه کې د خوست د ولايتي شورا رييس عبدالولي واحدزي وويل چې خوست دويمه درجه ولايت دی، خو د عامې روغتيا په ګډون ټول تشکيلات يې د درېيمې درجې ولايت دي.

واحدزي د افغانستان لپاره د مرستې او پرمختيا موسسې (AADA) پر مسوولينو چې د روغتيايي خدمتونو مسووليت پرغاړه لري، نيوکه وکړه چې خدمات يې خلکو ته د منلو وړ نه دي.

نوموړي وويل: ((موږ له يادې موسسې سره په دې ټکې موافقه کړې وه، چې په يوه مياشت کې به دوی اصلاحات راولي، خو له بده مرغه چې څلورو مياشتې تېرې شوې، خو بيا هم همغه ډول دی او همغه لرګی دی)).

بلخوا د (ادا)  موسسې مشر ډاکټر محمدجان هم په دې برخه کې خپلې نيمګړتياوې مني او زياتوي چې په راتلونکې يوه اونۍ کې به ټولې ستونزې د هواري لپاره له عامې روغتيا وزارت سره شريکې کړي.

هغه زياته کړه: ((د خوست ملکي روغتون دا مهال د سل بستريز روغتون تشکيل لري او موږ د ۲۰۰ بستره خدمات وړاندې کوو چې اساسي مشکل هم همدلته دی. که چېرې د تشکيل ستونزه هواره شي، نو تيار يو چې خپلو خدماتو کې بدلون راولو.))

خو د عامې روغتیا وزير فيروزالدين فيروز بيا د افغانستان لپاره د مرستې او پرمختيا موسسې (AADA) له مسوولينو جدي غوښتنه وکړه چې که تر راتلونکې يوې مياشتې پورې يې په خپلو کړنو کې شفافيت رانه وست، نو له دوی څخه به قرارداد بېرته واخيستل شي او بل چا ته به يې په واک کې ورکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.