ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بورې او اوړو بيې لوړه شوې دي

د بورې او اوړو بيې لوړه شوې دي

author avatar
19 May 2016 - 15:42
د بورې او اوړو بيې لوړه شوې دي
author avatar
19 May 2016 - 15:42

کابل (پژواک، ٢٣ غويى ٩٥): په کابل ښار کې د تېرې پنجشنبې په پرتله د بورې او اوړو بيې لوړې شوې دي.

 د کابل ښار خوراکي توکو د سوداګرو ټولنې مشر فضل الرحمن پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله، د ٤٩ کيلوګرامه پاکستانۍ بورې بيه له ٢١٥٠ افغانيو ٢٢٥٠ افغانيو او د لومړۍ درجه ٤٩ کيلوګرامه قزاقستاني  اوړو عمده پلور بيه له  ١٢٣٠ افغانۍ، ١٢٥٠ افغانيو ته لوړه شوې ده.

د هغه په خبره، د بورې بيه په نړيوالو بازارونو کې لوړه شوې، خو د  اوړو بيه  د کابل په بازارونو کې د وارداتو د کمښت به سبب لوړ شوې ده.

خو نوموړي وويل چې نن هم د تېرو اوو ورځو په څېر د  ٢٥ کيلوګرامه اول سېله پاکستانۍ وريجو عمده پلور  بيه ١٦٠٠ افغانۍ او د ١٦ لېتره ښايسته غوړيو عمده پلور بيه ١٠٥٠ افغانۍ ده. 

په ورته وخت کې د کابل ښار د منډوي يوه چاى پلورونکي رحمت  وويل چې نن هم د تېرو اوو ورځو په څېر د يو کيلو تور افريقايي چاى عمده پلور بيه ٢٦٠ افغانۍ او د يو کيلو شين مدينه چاى بيه ٢٤٠ افغانۍ ده.

د يو شمېر لومړنيو خوراکي توکو پرچون پلور بيې له عمده پلور بيو سره په ځينو مواردو کې ډېر او په ځينو مواردو کې کم توپير لري.

د کابل ښار د تايمني سيمې د خوراکي توکو يو پلورونکى احمد نويل  وايي چې نن د ٤٩ کيلوګرامه پاکستانۍ بورې پرچون پلور بيه ٢٣٠٠ افغانۍ، د پنځوس کيلوګرامه لومړۍ درجه قزاقستاني اوړو پرچون پلور بيه ١٤٥٠ افغانۍ، د  ٢٤ کيلوګرامه لومړۍ درجه پاکستانۍ سېله وريجو بيه ١٩٠٠ افغانۍ، د ١٦ لېتره ښايسته اوبلنو غوړيو بيه ١١٠٠ افغانۍ، يو کيلو تور افريقايي چاى بيه ٢٧٠ افغانۍ او د يو کيلو شين مدينه چاى بيه٢٦٠ افغانۍ ده.

د سون توکو او اوبلن ګاز بيو کې هم څه بدلون نه دى راغلى

د کابل ښار د وزير اباد د تېلو ټانک يوه کارکوونکي عبدالهادي وويل چې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله  د يو لېتر ډېزلو بيه د تېرې اوونۍ په څېر ٣٢ افغانۍ اود يو لېتر پټرولو بيه ٣٩ افغانۍ ده.

د کابل ښار د کلوله پشتې يوه ګاز پلورنکي محمد شريف وويل چې نن هم د تېرې پنجشنبې په څېر د يو کيلو ګاز بيه ٤٥ افغانۍ ده.

د  سرو زرو بيو کې هم څه بدلون نه دى راغلى.

د کابل ښار په تيمورشاهي واټ کې د حاجي حامد صالحزاده زرګرۍ مالک محمد فواد وويل چې نن د تېرې پنجشنبې په څېر د يوه ګرام عربي ٧٩٠ عيار سرو زرو بيه  ٢٣٠٠ افغانۍ ٢٣٠٠، د يوه ګرام ٥٨٥ عيار  روسي سرو زرو بيه  ١٩٠٠ افغانۍ ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.