ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاکستان د جون له لومړۍ نېـټې څخه له وېزې پرته پر تورخم د تګ اجازه نه ورکوي

پاکستان د جون له لومړۍ نېـټې څخه له وېزې پرته پر تورخم د تګ اجازه نه ورکوي

author avatar
20 May 2016 - 15:10
پاکستان د جون له لومړۍ نېـټې څخه له وېزې پرته پر تورخم د تګ اجازه نه ورکوي
author avatar
20 May 2016 - 15:10

کابل (پژواک، ٣١ غويى ٩٥) : پاکستان وايي چې د روانې مياشتې له پاى وروسته هېڅ يوه افغان ته له وېزې پرته په تورخم د اوښتو اجازه نه ورکوي.

تر دې مخکې ځينو پاکستانيو رسنيو په دې اړه  راپورونه خپاره کړي وو، خو په کابل کې د پاکستان سفارت مطبوعاتي کونسلر اختر منير د غويي په ٣١مه، پژواک خبري اژانس ته ددې خبرې د پخلي ترڅنګ وويل چې حکومت يې غواړي د تورخم بندر په اړه ځينې نوي اقدامات ترسره کړي.

هغه زياته کړه چې د دې نويو اقداماتو له مخې به هېواد يې د ٢٠١٦ زېږديز کال د مۍ د مياشتې له ٣١مې (١١ ورځې) وروسته به له وېزې پرته افغانانو ته اجازه نه ورکوي چې د تورخم په بندر واړي.

د اختر  منير په وينا، له دې اقدام څخه موخه داده چې پر ګډه پوله د قاچاق او غير قانوني تګ راتګ مخه ونيول شي .

دى وايي چې له نويو اقداماتو سره به هغو خلکو ته  چې په قانوني توګه دواړو هېوادونو ته تګ راتګ کوي، اسانتياوې برابرې شي.

هغه زياته کړه چې سفارت يې په کابل او د ولايتونو په کونسلګريو کې د وېزو په څانګو کې نوې اسانتياوې برابرې کړي، څو وکولى شي په درېيو ورځو کې خلکو ته په وړيا توګه وېزې ورکړي.

د پاکستان د سفارت مطبوعاتي کونسلر وويل چې ناروغانو ته په ځانګړو حالاتو کې هم د وېزو په ورکړه کې لومړيتوب ورکوي.

اختر منير وايي  چې سوداګر کولى شي د اقتصادي څانګو له لارې وېزې ترلاسه کړي او څوک چې د هوا له لارې پاکستان ته سفر کوي، د هغوى لپاره هم ځانګړې برخې جوړې شوې دي.

نوموړي له ټولو افغانانو وغوښتل چې پاکستان ته له سفره مخکې وېزې ترلاسه کړي ، څو په سرحد کې له ستونزو سره مخامخ نه شي.

د يادونې ده چې له تېرو څو لسيزو راهيسې هره ورځ  زرګونه افغانان د تورخم پر بند پېښور ته له وېزې پرته تګ راتګ کوي، خو په دې وروستيو کې پاکستان په دې برخه کې اسانتياوې له منځه وړې دي.

څو ورځې مخکې په تورخم کې د تاسيساتو د جوړولو پر مهال د افغان او پاکستانيو ځواکونو ترمنح ستونزه پيدا شوې وه او په غبرګون کې يې پاکستان د څلورو ورځو لپاره د تورخم بندر وتاړه.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.