ترينکوټ (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ٩٥): چارواکي وايي چې د اروزګان په چارچينو ولسوالۍ کې چې شپږ پوليس د خپلو ملګرو له خوا وژل شوي دي.
په چارچينو ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو قوماندان محمدهاشم اکمل د غبرګولي په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن سهار شاوخوا څلور بجې د ولسوالۍ د ساخر په سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې د يادې سيمې د يوې پوستې درې پوليسو خپل شپږ ملګري وژلي، بيا له وسلو او مهماتو سره تښتېدلي او له وسله والو طالبانو سره يو ځا شوي دي.
د نوموړي په وينا، وژل شوي پوليس د هغو ١٩ پوليسو له ډلې وو چې له کندهار ولايت څخه د دوى د ملاتړ لپاره تازه راغلي وو.
قوماندان اکمل وويل چې په دې اړه يې پلټنې پيل کړې دي.
د يادونې ده، په دې وروستيو کې د پوليسو په منځ کې د داخلي بريدونو لړۍ زياته شوې ده، تېره اونۍ د اروزګان په دهراوود ولسوالۍ کې دوه پوليس او په کندهار ولايت کې اته پوليس د خپلو ملګرو له خوا وژل شوي وو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن