کابل (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ٩٥): د هېواد ولسمشر محمد اشرف غني د يوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د قطر پلازمېنې دوحې ته روان شو.
د ارګ له مطبوعاتي دفتره پژواک خبري اژانس ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه سفر د قطر د امير په رسمي بلنه ترسره کېږي.
سرچينې زياته کړه چې ولسمشر به د دغه دوه ورځني سفر په ترڅ کې تر ((ثبات او سوکالي د ټولو لپاره)) تر نوم لاندې د دوحې شپاړسمه ناسته کې پر ګډون او وينا سربېره د قطر له امير شيخ تميم بن حمد ال ثاني او لومړي وزير عبدالله بن ناثر بن خليفه ال ثاني سره هم وګوري.
ولسمشرغني به د دغه سفر په څنډه کې د قطر شاهي هېواد د سوداګرو له شورا، مخورو، سوداګرو او قطر مېشتو له افغان پانګه والو سره هم وګوري.
له ولسمشر سره په دغه سفر کې د ملي امنيت شورا سلاکار محمدحنيف اتمر، د ښار جوړولو چارو وزير سيد سعادت منصور نادري، د کرنې وزير اسدالله ضمير، د ولسمشر ستر سلاکار ډاکټر همايون قيومي او د چارو ادارې عمومي مشر عبدالسلام رحيمي ملتيا کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن