ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتیکا کې د نشه يي توکو روږدي ډېر شوي

پکتیکا کې د نشه يي توکو روږدي ډېر شوي

author avatar
21 May 2016 - 14:54
پکتیکا کې د نشه يي توکو روږدي ډېر شوي
author avatar
21 May 2016 - 14:54

کابل (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ٩٥): په پکتيکا کې پر نشه يې توکو د روږدو کسانو شمېر ډېر شوى خو که مخنيوى يې ونه شي دغه شمېر به نور هم ډېر شي.

د دغه ولايت د عامې روغتيايي د چارواکو په وينا، څو کاله وړاندې په دغه ولايت کې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر نږدې صفر و خو اوس ورځ تر بلې مخ په ډېرېدو دی.

دا په داسې حال کې ده چې يواځې د پکتيکا په اورګون ولسوالۍ يو روغتون دى چې په هغه کې پر نشه يې توکو د روږدو کسانو درملنه په کې کېږي.

د ياد روغتون مشر ډاکتر حيات شاه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه روغتون شپږ مياشتې مخکې فعاليت پيل کړى دى.

هغه زياته کړه: ((موږ دلته يواځې د شلو مريضانو لپاره بستر لرو، خو اوس په پکتيکا کې د معتادينو شمېر شپږ سوه کسانو ته رسېدلى دى.))

ده وويل که په دغه ولايت کې د نشه يي توکو د قاچاقبرانو او بېکارۍ مخه ونه نيول شي نو ورځ تر بلې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر ډېر شي.

د هغه په وينا، هره ورځ د پکتيکا له بېلابېلو سيمو پر نشه يې توکو روږدي کسان دغه روغتون ته مراجعه کوي خو د امکاناتو د کموالي له امله نه شي کولاى ټولو ته په يو وخت کې ورسېږي.

حيات وايي چې په دغه روغتون کې تر اوسه د لسګونو کسانو درملنه شوې او بېرته له خپلو کورنيو سره يو ځاى شوي دي.

د ميرام ګل په نوم يو تن چې په دغه روغتون کې تر درملنې لاندې دى، پژواک ته وويل چې شاوخوا يو کال وړاندې د پوډرو په څکولو روږدى شوى دى.

هغه وايي: ((په سروبي ولسوالۍ کې مې دوکان درلود، خو له بدو خلکو سره مې ناسته شوه نو مخدره موادو ته مې مخه کړه، کله چې زه پوډري شوم نو ورور مې زه له دوکان څخه هم وشړلم.))

هغه زياته کړه چې دغه روغتون ته يې درملنې په موخه مراجعه کړې او هيله من دى چې هر څه ژر جوړ او بېرته له خپلې کورنۍ سره يو ځاى شي.

دغه راز يو بل کس دراز خان پژواک ته وويل چې څلور کاله وړاندې په زېړوک ولسوالۍ کې پر نشه يې توکو روږدى شوى دى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.