ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندوز کې يو تښتول شوى ماشوم خوشې کړل شو

کندوز کې يو تښتول شوى ماشوم خوشې کړل شو

author avatar
21 May 2016 - 20:02
کندوز کې يو تښتول شوى ماشوم خوشې کړل شو
author avatar
21 May 2016 - 20:02

کندوز (پژواک د غبرګولۍ لومړۍ نېټه ٩٥): د کندوز سيمه ييز چارواکي وايي، هغه دولس کلن ماشوم چې دوه ورځې وړاندې له دغه ښار څخه تښتول شوى و، خوشې شوى دى.

د کندوز والي اسدالله عمرخېل پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه ماشوم چې د کندوز ښار د يوه زرګر زوى دى، تېره پنجشنبه ښوونځي ته د تلو پر مهال د کندوز ښار په نواباد سيمه کې د وسله والو کسانو له لوري وتښتول شو.

ده زياته کړه: "له دغې قضيې تر خبرېدو وروسته مو خپل کار پيل کړ او ومو کولى شول چې ټولې سيمې تر خپل کنټرول لاندې ونيسو او تښتوونکي په دې بريالي نه شول چې ماشوم ناامنو سيمو ته ولېږدوي، له همدې امله يې نن دغه ماشوم د خپل کور ترڅنګ پرېښى دى."

هغه زياته کړه، امنيتي ځواکونو د ياد ماشوم د تښتولو په تور دوه کسان نيولي دي.

نوموړي زياته کړه، نيول شوو کسانو په دې اړه اعتراف کړى او ويلي يې دي چې په دغه قضيه کې له دوى سره نور کسان هم په جرم کې شريک دي.

د کندوز امنيه قوماندانۍ سرپرست معصوم هاشمي هم وويل: "دغه ماشوم مهرالله نومېږي او د هغه د تښتونې په قضيه کې ټول شريک کسان به ژر تر ژر ونيول شي."

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.