ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تيفا: ټاکنيز اصلاحات د شخصي ګټو او سياسي سليقو په ګرو کې دي

تيفا: ټاکنيز اصلاحات د شخصي ګټو او سياسي سليقو په ګرو کې دي

author avatar
22 May 2016 - 15:16
تيفا: ټاکنيز اصلاحات د شخصي ګټو او سياسي سليقو په ګرو کې دي
author avatar
22 May 2016 - 15:16

کابل (پژواک، ٢ غبرګولى ٩٥): د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ وايي چې ټاکنيز اصلاحات د شخصي ګټو او سياسي سليقو په ګرو کې دي او د افغان دولت جوړښتونه لکه حکومت او ملي شورا د ټاکنيزو اصلاحاتو د ځنډولو او نه عملي کېدو په برخه کې ستر رول لري.

د ياد بنسټ (تيفا) په خبرپاڼه کې راغلي چې له څه باندې لسو مياشتو راهيسې د ټاکنيزو اصلاحاتو هڅې روانې دي، تر اوسه يې د پام وړ پايله نه ده ورکړې.

سرچينې ليکلي چې د دې هڅو تر څنګ د افغان دولت ځيني جوړښټونه لکه حکومت او ملي شورا د ټاکنيزو اصلاحاتو په ځنډ او نه عملي کېدو کې ستره ونډه درلودلې ده.

په اعلاميه کې راغلي: ((له يوې خوا د وخت په تېرېدو سره د خلکو د بې باورۍ کچه لوړه شوې او وخت هم په چټکۍ روان دى، بلخوا د هرې ورځې په تېرېدو سره سياسي وضعيت پېچلى کېږي چې ښايي د ټاکنيزو اصلاحاتو پر عملي کېدو او رڼو ټاکنو په ترسره کېدو  به منفي اغېزې ولري.))

سرچينې ليکلي: ((د پارلماني غړي د خلکو د استازو په توګه د ټاکنيزو اصلاحاتو په اړه نه دي توانېدلي چې د حکومت له کړنو سمه څارنه وکړي او همدارنګه د خپلو خلکو په وکالت کې هم پاتې راغلي او د افغانستان خلک له دې اړخه سخت اندېښمن دي او که چېرته وضعيت همداسې دوام وکړي، د پارلمان دروازه به د وکيلانو پر مخ وتړي.))

د تيفا په خبره، کله چې په همکارو بنسټونو کې د ټاکنيزو اصلاحاتو په اړه واحده اجماع رامنځته نه شي، افغانستان به ژور ټاکنيز اصلاحات ونه لري.

په اعلاميه کې راغلي: ((په حکومت کې دننه او بهر ځيني کسان دا خوبونه ويني چې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د ټاکنو په رانږدې کېدو سره ناڅيز او کم اصلاحات رامنځته کړي او په دې توګه خلک وغولوي.))

خو سرچينې ليکلي چې خلک، مدني بنسټونه او سياسي ګوندونه په دې برخه کې جدي دي او په هېڅ ډول به اجازه ورنه کړي چې له برخليک سره يې لوبې وشي.

تيفا ټينګار کړى چې د رڼو او منلو ټاکنو ترسره کېدل د خلکو برخليک بدلوي او نړيواله ټولنه بايد خپله چوپتيا ماته کړي او د خپلو هغو ژمنو پر بنسټ چې څه باندې يوه لسيزه يې په افغانستان کې لرلې، د ټاکنيزو اصلاحاتو قضيې ته پام وکړي او د ټاکنيزو اصلاحاتو پر چټکتيا فشار راوړي.

په خبرپاڼه کې راغلي: ((څنګه چې افغان حکومت د ټاکنو له ترسره کېدو وړاندې د ټاکنو په اړه د ملګرو ملتونو د جامع ارزونې غوښتنه کړې، تيفا غواړي چې ملګري ملتونه خپل کار په رښتينی، بې پرې او واقعيتونو پر بنسټ مخته يوسي او ډېر ژر يې پايله په روښانه او رڼه ډول اعلان کړي.))

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ټاکنو د څار ادارې هم د روان کال د غويي په ١٥مه د ټاکنيزو اصلاحاتو پر ځنډ د اندېښنې په څرګندولو سره په ټاکنيزو کميسيونونو کې د چټکو او بنسټيزو اصلاحاتو غوښتنه کړې او په ټاکنو کې د ګډون په ځانګړي ډول د ښځو د ګډون لپاره د زمينې پر مساعدولو ټينګار وکړ.

د اساسي قانون د ٨٣ مې مادې پر بنسټ، د ولسي جرګې ټاکنې بايد د تېر کال د چنګاښ له لومړۍ نېټې وړاندې له دېرشو تر شپېتو ورځو کې  ترسره شوې وى، خو تر اوسه دغه کار نه دى شوى او د ټاکنو خپلواک کمېسيون د روان کال د تلې په ٢٤مه د ټاکنو د ورځې په توګه اعلان کړې ده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.