ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“حکومت دې هلمند کې د پولیسو ستونزو او نیمګړتیاوو ته جدي پاملرنه وکړي”

“حکومت دې هلمند کې د پولیسو ستونزو او نیمګړتیاوو ته جدي پاملرنه وکړي”

author avatar
22 May 2016 - 16:19
“حکومت دې هلمند کې د پولیسو ستونزو او نیمګړتیاوو ته جدي پاملرنه وکړي”
author avatar
22 May 2016 - 16:19

لښکرګاه (پژواک، ۲ غبرګولی ۹۵): د هلمند چارواکو د دغه ولايت د پوليسو په ليکو کې د غير مسلکي کسانو شتون او د لويو وسلو کمښت سترې ننګونې وبللې او د کورنيو چارو له وزيره يې د دې ستونزو د هواري غوښتنه وکړه.

دغه څرګندونې د ٥٠٥ زون قوماندان پاسوال عصمت الله دولتزي په لښکرګاه کې د يوې غونډې په ترڅ کې د کورنيو چارو وزير تاج محمد جاهد ته وکړې.

دولتزي وويل، د دغه ولایت د امنیت ټینګښت ته ځانګړې پاملرنه په کار ده؛ ځکه څلور ولسوالۍ باغران، دېشو، موسی کلا او نوزاد بشپړې له طالبانو او د کجکي، سنګین، واشیر، ګرشک، نادعلي، مارجې او خانشین ولسواليو ځینې سیمې له مخالفینو سره دي؛ یواځې دوه ولسوالۍ ګرمسېر او ناوه بشپړ امنیت لري او د لښکرګاه په شاوخوا کې هم مخالفین موجود دي.

نوموړي، پولیسو ته د بانکي حسابونو او تشو بستونو پر ستونزو سربېره یادونه وکړه چې پولیس د خپلو ټپيانو د درملنې لپاره ځانګړی روغتون نه لري چې ډېری وخت له کوچنيو ټپونو څخه ساه ورکوي او دغه راز د افسرانو او ساتنمنانو په برخه کې د کمښت له ستونزو سره مخ دي.

د ده په وینا، بلخوا په ډېری کلیدي پوستونو باندې د روابطو او نورو عواملو له مخې غیر مسلکي او نالوستي مسوولین ټاکل شوي چې خپل نوم هم نه شي لیکلی، جنګي او امنیتي پلانونه خو له سره نه شي جوړولی چې دې کار د پوليسو په ليکو کې ستونزې جوړې کړې دي.

نوموړي د يادو ستونزو د حل غوښتنه وکړه.

د ۵۰۵ زون قوماندان دا هم وویل چې د دولت د وسله والو مخالفینو په مقابل کې پولیس لويې وسلې او امکانات نه لري، مخالفین شپني دوربینونه لري، سنیپر ټوپک او دې ته ورته نورې لويې وسلې لري، چې له امله يې دوی له ستونزو سره مخ دي.

د دولتزي په خبره، بلخوا هلمند له پاکستان سره ۱٨۵ کیلومتره پوله لري چې ټوله خلاصه ده او د دولت وسله وال مخالفین او قاچاق وړونکي پرې تګ راتګ کولی شي.

نوموړي دا هم وویل چې اوسمهال په مارجې ولسوالۍ د خنجر صفر ۱۳ عملیات بریالي روان دي او هم د کندهار- هلمند او بیا د سنګین د لارو امنیت ساتلو په موخه عملیات دوام لري.

دى وايي، په دې برخه کې تر ټولو د کومانډو ځواکونو شپنې عملیات اغېزمن تمام شوي او دا برخه دې نوره هم پیاوړې شي چې امنیتي حالات به ورسره سم شي.

د ٥٠٥ زون قومندان له خبرو وروسته، د کورنيو چارو وزير له غونډې څخه د خبريالانو د ايستلو امر وکړ او ويې ويل، دا پټې خبرې دي او دوى نه غواړي چې رسنۍ پرې خبرې شي.

 له دې سره سم، خبريالانو هم له وزير سره د نوموړي د سفر په اړه له خبرو کولو ډډه وکړه.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.