کابل (پژواک، ۲ غبرګولی ۹۵): د امريکا د دفاع وزارت اعلان کړی، چې دوی د طالبانو پر مشر ملا اخترمحمد منصور هوايي بريد کړی او ډېر امکان شته، چې هغه په دې بريد کې وژل شوی وي.
د امريکا د دفاع وزارت ويلي، چې د دوی بې پيلوټه الوتکې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ډيورنډ کرښې ته څېرمه پر يوه موټر بريد کړی، چې ويل کېږي، ملا منصور په کې ناست و.
د امريکا د دفاع وزارت وياند پيټر کک ويلي : “په اغلب ګومان کېدای شي په دې بريد کې ملا منصور له يو بل تن سره وژل شوی وي.”
ملا اختر محمد منصور تېر کال وروسته له هغه د طالبانو مشر وټاکل شو، چې د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر د مړينې خبر ورکړل شو. طالبانو ويلي وو چې ملا محمد عمر دوه کاله مخکې د ورپېښې ناروغې له امله مړ شوی دی.
د امريکا د دفاع وزارت ويلي، چې دا بريد د شنبې په ورځ د سهار په شپږو بجو د افغانستان د زابل ولايت په سرحدي سيمو کې شوی دی.
پيټر کک زياته کړې، چې د دې بريد منظوري د امريکا ولسمشر بارک اوباما ورکړې وه .
د امريکا د دفاع وزارت ويلي، چې ملا منصور له افغان دولت سره د سولې په خبرو کې خنډ رامنځته کړی و.
امريکايي رسنيو د امنيتي چارواکو په حواله خبر ورکړی،.چې ياد بريد د بلوچستان د نوشکي او زابل ولايت ترمنځ سيمه کې شوی دى. تر اوسه پاکستانيو چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.
طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
ديادونې وړ ده، چې څومياشتې مخکې هم په خپل منځي جګړه کې د ملا اخترمحمد منصور د وژل کېدو راپورونه خپاره شوي وو.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن