فراه ښار (پژواک، ٢ غبرګولى ٩٥): د فراه په جوين ولسوالۍ کې د ماين چاودنې د سرحدي پوليسو د يو ټولي قوماندان او د هغه ساتونکى وژلي دي.
د جوين ولسوال صمد يار پژواک خبري اژانس ته وويل چې د سړک غاړې د ماين دغه چاودنه تېره ورځ له غرمې وروسته شاوخوا پنځه بجې د دې ولسوالۍ په "تپه خواهران" سيمه کې چې د ايران پولې ته څېرمه پرته ده، رامنځته شوه.
هغه وايي، په سيمه کې د سرحدي پوليسو د ټولي قوماندان عبدالمنان پر ګزمه بوخت و چې له خپل يو ساتونکي سره د ماين په چاودنه کې ووژل شو.
په جوين کې د سرحدي پوليسو يو افسر ميرولي وايي، د پوليسو څلور موټر په ياده سيمه کې پر ګزمه بوخت وو چې چاودنه پرې وشوه او ياده مرګ ژوبله يې واړوله.
د دې چاودنې مسووليت تر دې دمه چا پر غاړه نه دى اخیستى.
يوه اونۍ وړاندې هم په جوين ولسوالۍ کې پر سړک د ځاى پر ځاى شوي ماين په چاودنه کې څلور ملي پوليس ووژل شول.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن