کابل (پژواک،٢غبرګولى ٩٥): د ملګرو ملتونو سازمان له اسلامي حزب سره د سولې له خبرو ملاتړ وکړ او ويې ويل، د اسلامي حزب او افغان حکومت ترمنځ د سولې خبرو اترو منځپانګه څېړې او په رڼا کې به يې اړين ګامونه پورته کړي.
دا مطلب د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون له ولسمشرغني سره په هغې ليدنه کې چې "ټولو لپاره ثبات او سوکالۍ" تر نوم لاندې د شپاړسمې جوړې شوې غونډې په څنډه کې دوحه کې ترسره شوه، په ډاګه کړ.
هغه خبرپاڼه چې د جمهوري رياست له لوري پژواک خبري اژانس ته را رسېدلې، کاږي چې دې کتنه کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه له اسلامي حزب سره د سولې خبرو په تړاو د افغانستان حکومت له اقداماتو ملاتړ څرګند کړ.
بانکې مون په دوام وويل چې د وړانديز شوي هوکړه ليک محتوا څېړي، څو يې پر بنسټ ملګري ملتونه اړين اقدامات وکړي.
د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ اسلامي حزب او د افغانستان عالي شورا له دوو مياشتو خبرو اترو څخه وروسته د سولې هوکړه ليک مسوده نهايي کړه، دا مسوده د ولسمشر محمد اشرف غني او ګلبدين حکمتيار له لاسليکونو څخه وروسته د اجرا وړ ګرځي.
د يادونې وړ ده چې د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د اسلامي حزب يوه مهمه غوښتنه د ملګرو ملتونو له تور ليست څخه د اسلامي حزب لرې کول دي.
خو حکومت ويلي، د دې هوکړه ليک له لاسليک څخه وروسته د ملګرو ملتونو له سازمان څخه غواړي څو د اسلامي حزب نوم له تور لست څخه وباسي.
ولسمشر محمد اشرف غني د ملګرو ملتونو عمومي منشي ته ويلي: "ياد تړون د افغانستان اساسي قانون د مندرجاتو له مخې ترسره شوى دى او دا چې ملګرو ملتونو په دې برخه کې د همکاري کولو ژمنه کړې ده، مننه يې کوو."
بانکي مون په افغانستان کې د ملګرو ملتونو نوي استازي په توګه د تاداميچي يوماموتو د ماموريت پيل ته په اشارې سره، دې سازمان سره د افغان ولسمشر او د دې هېواد دولت له همکارۍ څخه ستاينه وکړه.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي په نږدې راتلونکې کې افغانستان ته د خپل سفر په اړه خبر ورکړ او له ولسمشر محمد اشرف غني څخه يې غوښتنه وکړه چې افغان دولت د اقليم بدلون کنوانسيون تصويب کړي.
ولسمشر اشرف غني د ملګرو ملتونو د رول د مهم بللو ترڅنګ، د امنيت شورا پلاوي د سفر غوښتنې ته هرکلى وويل او د افغانستان له لوري د ياد پلاوي بدرګې په اړه يې زياته کړه، چې يوه کاري ډله ګوماري څو د روان کال تر پايه پورې د اقليم بدلون کنواسيون نهايي کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن