ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اوباما د ملا اختر منصور وژنه تاييد کړه

اوباما د ملا اختر منصور وژنه تاييد کړه

author avatar
23 May 2016 - 11:41
اوباما د ملا اختر منصور وژنه تاييد کړه
author avatar
23 May 2016 - 11:41

کابل (پژواک، ٣ غبرګولی ٩٥): د امريکا ولسمشر بارک اوباما د طالبانو د مشر ملا اختر منصور وژنه تاييد کړه او په افغانستان کې یې د سولې لپاره د هغه وژنه مهم اقدام وباله.

د امريکا د دفاع وزارت پرون په يوه بې پيلوټه هوايي بريد کې د وسله والو طالبانو د ډلې د مشر ملا اختر منصور د وژلو خبر ورکړ.

سرچينې وايي چې ملا اختر منصور له ايران څخه په يوه کرولا موټر کې د بېرته راتګ پر مهال د پاکستان د بلوچستان ايالت د دالبندين په سيمه کې په نښه شوى و.

پرون د افغانستان ملي امنيت او اجرائيوي رياست هم تاييد کړه چې د امريکا په بې پيلوټه بريد کې وژل شوى دى خو د وسله والو طالبانو وياندويانو تر اوسه د خپل مشر ملا اختر د وژنې په اړه څه نه دي ويلي.

د امريکا ولسمشر بارک اوباما د اسيايي هېوادونو ويتنام او جاپان په رسمي سفر روان شوى دى، د غبرګولي په ٣مه، وېتنام ته په رسېدلو په يوه اعلاميه کې د طالبانو د مشر ملا اختر د وژل کېدو خبر تاييد کړى دى.

نوموړي ويلي چې د ملا منصور په وژلو سره د افغان سولې پر وړاندې لوى خنډ لرې او مهم پرمختګ شوى دى.

هغه زياته کړې: ((موږ د يوې داسې ډلې مشر وژلى دى، چا چې پر امريکا او متحدينو د بريدونو پلانونه جوړ کړي وو، له افغانانو سره يې جګړه کوله او د القاعدې په څېر له سخت دريځو ډلو سره يې اتحاد کړى و.))

بارک اوباما ويلي چې ملا اختر د سولې د خبرو اترو وړانديزونه رد کړي وو، د ښځو او ماشومانو په ګډون د افغانانو د وژلو او د تاوتريخوالي له بندولو يې انکار کړى و.

د امريکا ولسمشر هيله څرګنده کړې چې طالب مشران به اوس د سولې د خبرو اترو لاره خپله کړي؛ ځکه چې روانه شخړه يواځې په خبرو هوارېدلى شي.

هغه زياته کړه چې له ترهګرو څخه د نړۍ ټولو قومونو ته ګواښ دى او له پاکستان سره به د ترهګرو د ځپلو لپاره په ګډه کار کوي تر څو ترهګر په هېڅ ځاى کې خوندي سيمه ونه لري.

که څه هم د افغانستان د حکومت يوې سرچينې پژواک ته ويلي چې امريکا پاکستان له دغه بريده نه و په جريان کې کړى، خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې امريکا ورته په دې اړه خبر ورکړى و.

بلخوا امريکايي رسنى اى پي د طالبانو د يوه قوماندان ملا عبدالرووف له خولې د ملا اختر منصور وژل کېدل تاييد کړي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.