ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار کروندګر: د اوبو کمښت مو کښتونه او باغونه د وچېدو له ګواښ سره مخامخ کړي

author avatar
23 May 2016 - 00:00
author avatar
23 May 2016 - 00:00

کندهار (پژواک ٣ غبرګولى ٩٥): د کندهار د دامان او ميوند ولسواليو کروندګر او باغ لرونکي وايي چې د اوبو د کمښت له امله يې کښتونه او باغونه د وچېدو له ګواښ سره مخامخ دي.

د کندهار د اوو ولسواليو شاوليکوټ، ارغنداب، ژېړۍ، پنجوايي، ميوند، ډنډ او دامان کرنېزې ځمکې او باغونه د دهلې بند له اوبو خړوبېږي، خو د يو شمېر ولسواليو اوسېدونکي شکايت کوي چې کافي اوبه نه ورته رسېږي.

د دې ولايت د ځينو ولسواليو کروندګرو او مخورو نن د غبرګولي په ٣مه خپله دغه ستونزه د کندهار له والي سره هم شريکه کړه.

د دامان ولسوالۍ يوه کروندګر محمد اکبر پژواک خبري اژانس ته وويل، د ولسواليو کرنيزې ځمکې او باغونه له دهلې بند څخه د غځول شوو کانالونو او ويالو په وسيله اوبېږي، خو ستونزه د اوبو په وېش کې ده چې ځينو ولسواليو ته ډېرې او ځينو ته کمې رسېږي.

هغه زياته کړه، يو شمېر کسانو د دغو کانالونو او ويالو سره په خوا کې نورې فرعي ويالې ويستلې چې په اصلي کانالونو کې يې د اوبو کچه کمه کړې او دا دې لامل شوې چې هغوى ته کمې اوبه ورسېږي.

دى وايي، د دغې ستونزې له امله کروندګر هر کال درانه زيانونه ويني او سږ کال يې هم د هغوى د کښتونو او باغونو د وچېدو ګواښ ډېر کړى، په کار ده چې ولايتي اداره يې غم وخوري.

د ميوند ولسوالۍ يوه کروندګر او قومي مشر حاجي محمد ګل پژواک خبري اژانس ته وويل، يو خو له لويه سره په دې وروستيو کلونو کې په دهلې بند کې هومره اوبه نه شي زېرمه کېدلاى، څومره چې يې پخوا زېرمه کېدلې.

هغه زياته کړه، دا مهال د دهلې بند له ٤٠ سلنه رسوباتو څخه ډک شوى، مخکې په دې بند کې شاوخوا ٥٠٠ ميليونه متره مکعبه اوبه زېرمه کېدلې، خو په دې وروستيو کې د څه کم ٣٠٠ ميليونه متره مکعبه اوبو د زېرمه کولو وړتيا لري.

د ده په خبره، له همدې امله بشپړ کال ټولو ولسواليو ته کافي اوبه نه رسېږي.

خو ده يادونه وکړه چې له دې سره په څنګ کې خلک له کانالونو او ويالو د واټرپمپونه په وسيله اوبه وېستل کېږي، چې له امله يې نورو ته کافي اوبه نه رسېږي.

دى هم وايي، که د کروندګرو دغه ستونزه حل نه شي، نو کښتونه او باغونه به يې وچ شي او درانه زيانونه به ور واوړي.

قومي مشرانو د کندهار له والي څخه وغوښتل، څو په ځينو برخو کې دې د اوبو د بې ځايه بهېدو مخنيوى وشي، څو د دهلې بند اوبه ضايع نه شي او داسې ووېشل شي چې د کال تر پايه ټولو ته پر وخت کافي اوبه ورسېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.