اسعداباد (پژواک، ٣ غبرګولى ٩٥): د کونړ د پوهنې چارواکي وايي چې د وسله والو مخالفينو له خوا په له منځه وړل شوو ښوونځيو کې درسي بهير روان دى.
وسله والو مخالفينو تېره اونۍ د کونړ په ماڼوګي ولسوالۍ کې د نجونو او هلکانو دوه ښوونځي پر بمونو والوځول او دوه نور يې سوځولي وو.
د کونړ د ښوونې او روزنې رييس سيد جمال الدين حسني وايي چې په يادو ښوونځيو کې د ٨٦٠ نجونو په ګډون ٢٢٢٨ زده کوونکي زده کړې کوي.
هغه زياته کړه چې تر يادې پېښې وروسته يواځې د يوه ورځ لپاره درسي بهير تړل شوى و، خو تر هغې وروسته په نورمال حالت کې زده کوونکي خپلو زده کړو ته ادامه ورکوي.
د نوموړي په وينا، له پېښې دوه ورځې وروسته د پوهنې رياست له خوا يادو ښوونځيو ته ١٥ خېمې، ٥٠ تورې تختې، ٥٠ د ناستې فرشونه او زده کوونکو لپاره ١٤٥٠ بکسې ورکړل شوې.
حسني وويل چې د سيمې قومي مشرانو سره يې خبرې کړې او هغوى ورسره د ښوونځيو دامنيت په ساتلو کې د همکارۍ ډاډ ورکړى دى.
د یادونې ده چې په کونړ کې ۵۱۲ بابه ښوونځي شتون لري چې تر اوسه هېڅ يو ښوونځی د زده کوونکو پر مخ نه دی تړل شوی.
تر اوسه کومې وسله وال ډلې د يادو ښوونځيو د له منځه وړو په اړه څه نه دي ويلي، خو د دغه ولايت امنيتي چارواکو ويلي چې د احرار په نوم پاکستانيو وسله والو دغه کار کړى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن