ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرچينه : ملا منصور له وژل کېدو مخکې له روسي پلاوي سره د خبرو لپاره ايران ته تللى و

سرچينه : ملا منصور له وژل کېدو مخکې له روسي پلاوي سره د خبرو لپاره ايران ته تللى و

author avatar
23 May 2016 - 11:21
سرچينه : ملا منصور له وژل کېدو مخکې له روسي پلاوي سره د خبرو لپاره ايران ته تللى و
author avatar
23 May 2016 - 11:21

کابل (پژواک، ٣ غبرګولی ٩٥): ځینې سرچينې وايي چې د طالبانو مشر ملا اختر منصور تر وژل کېدو مخکې له روسي پلاوي سره د  ليدلو په موخه ايران ته تللى و.

د امريکا د دفاع وزارت پرون په يوه بې پيلوټه هوايي بريد کې د وسله والو طالبانو د ډلې د مشر  ملا اختر منصور د وژلو خبر ورکړ.

سرچينې وايي چې ملا اختر منصور له ايران څخه په يوه کرولا موټر کې د بېرته راتګ پر مهال د پاکستان د  بلوچستان ايالت د دالبندين په سيمه کې په نښه شوى دى.

پرون د افغانستان ملي امنيت او اجرائيوي رياست هم تاييد کړه چې د امريکا په بې پيلوټه بريد کې وژل شوى دى خو د وسله والو طالبانو وياندويانو تر اوسه  د خپل مشر ملا اختر د وژنې په اړه څه نه دي ويلي.

طالبانو ته يوې نږدې سرچينې د چې د  نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، د غبرګولي په ٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ملا اختر منصور له روسي پلاوي سره د ليدلو پر مهال  تهران ته تللى و.

سرچينې زياته کړې چې له روسيې سره د ملا اختر منصور  د اړيکو او ليدنو کتنو سره پاکستان او امريکا مخالف او ورته د منلو وړ نه و.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، ملا اختر منصور ايران ته يواځې تللی و او له ده سره وژل شوی بل تن پاکستانى ټيکس چلوونکى و.

د يادونې ده، تر دې مخکې د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي ضمير کابلوف هم منلې وه چې له طالبانو سره اړيکې لري او ورسره يې مرستې هم کړې دي.

بلخوا د افغانستان حکومت ته يوه نږدې سرچينه وايي چې امريکا له افغان حکومت سره په همغږۍ او موافقه دغه بريد ترسره کړى دى.

خو يادې سرچينې زياته کړې چې امريکا له بريد مخکې پاکستان نه و په جريان کې کړى.

سرچينه وايي چې په پاکستان کې د ملا منصور وژل کېدل د افغانستان دغه دريځ پياوړى کړ چې طالب مشران او د هغوى مرکزونه په پاکستان کې دي.

يادې دولتي سرچينې وويل چې د افغان سولې په څلور اړخيزو غونډو کې افغانستان خپل دريځ روښانه کړ او پر چين او امريکا يې دا واضحه کړه، چې پاکستان دې يا طالبان د سولې خبرو ته کښينوي او يا دې يې پر وړاندې اقدامات وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.