ايبک(پژواک، ٣ غبرګولى ٩٥): په سعودي عربستان او لندن کې مېشت د سمنګانو ځينې اوسېدونکو د دې ولايت له ١٠٤٥ اړو او سېلاب ځپلو کورنيو سره اړينې مرستې وکړې.
د سمنګانو د مرکز ايبک اصلي اوسېدونکى حاجي ګل عباس يو له دې کسانو دى چې په لندن کې ژوند کوي او د دې ولايت له اړو کسانو سره يې د ٤٦ ټنو خوارکي توکو مرسته کړې ده.
هغه چې اوس سمنګانو ته راغلى وايي، چې د دې ولايت ډېر اوسېدونکي اقتصادي ستونزې لري نو ځکه يې د هغوى له ٧٠٠ کورنيو سره ياد توکي چې اوړه، وريجې او غوړي په کې شامل دي، مرسته وکړه.
دى وايي چې اړې کورنۍ د يو کمېسيون له خوا ور پېژندل شوي او د مرستې ډېر ياد توکي پر ويشل شوي او لا يې ويش روان دى.
دغه راز په سعودي عربستان کې مېشتو يو شمېر د سمنګانو اوسېدونکو د دې ولايت له اړو ٣٤٣ کورنيو سره مرسته کړې ده.
د دې مرستې د وېش کمېسيون غړى قاري عبدالله وايي چې په عربستان کې د مېشتو افغانانو مرسته شوي توکي او پيسې د مرکز اړوند په ژوندن دره او سرکنده سيمه او د دې ولايت په حضرت سلطان ولسوالى کې پر سېلاب ځپلو ټولو ٣٤٣ کورنيو وويشل شول.
هغه وايي چې هر کورنۍ ته شپږ زره افغانۍ، ٢٥ کيلو وريجې او ٥٠ کيلو اوړه مرسته شوې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن