ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو د لوګر ارزې ته تېل بند کړي

طالبانو د لوګر ارزې ته تېل بند کړي

author avatar
23 May 2016 - 13:50
طالبانو د لوګر ارزې ته تېل بند کړي
author avatar
23 May 2016 - 13:50

پل علم (پژواک، ٣ غبرګولی ۹۵): د لوګر د ازرې ولسوالۍ چارواکي وايي چې له تېرو څو ورځو راهيسې وسله والو طالبانو دې ولسوالۍ ته د تېلو پر لېږد بنديز لګولى او خلک يې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

د ازرې ولسوال حميدالله حميد د غبرګولي په ٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرې يوې اونې راهيسې وسله والو طالبانو دې ولسوالۍ ته د تېلو پر لېږد بنديز لګولى دى.

هغه وايي: ((طالبان وايي چې پر تېلو يې ځکه بنديز لګولى چې دغه تېل امنيتي ځواکونو ته وړل کېږي.))

هغه زياته کړه چې دې ولسوالۍ ته د تېلو پر لېږد بنديز خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي؛ ځکه ټول موټر ولاړ دي.

ده وويل: ((تېره ورځ دلته يو لېتر  تېل په سل کلدارو پيدا کېدل خو اوس هېڅ نه پيدا نه کېږي، د سپرليو ټول موټر ولاړ دي خلک له يوې سيمې څخه بلې ته پياده تګ راتګ کوي.))

هغه وايي چې د يادې ستونزې د حل په موخه يې يو شمېر قومي مشران ګومارلي تر څو په اړوند برخه کې له طالبانو سره خبرې وکړي.

د هغه په وينا، له کومې ورځې چې ازرې ته د تېلو پر لېږد بنديز لګېدلى دى، د خوراکي توکو بيې هم لوړې شوې دي او خلک يې د پېرلو توان نه لري.

د ازرې ولسوالۍ اوسېدونکي هم دغه موضوع تاييدوي.

د دې ولسوالۍ اوسېدونکي نسيم الله پژواک ته وويل، دا پنځمه ورځ ده چې طالبانو دې ولسوالۍ ته تېل بند کړي، په ټوله ولسوالۍ کې يو لېتر تېل هم نه پيدا کېږي.

هغه وايي: ((طالبان وايي چې حکومتي ځواکونه له بازار څخه تېل اخلي تر څو چې دوکاندارانو پر امنيتي ځواکونو د تېلو خرڅول نه وي بند کړي تر هغه پورې موږ دغه بنديز ته ادامه ورکوو.))

ده له حکومت او طالبانو څخه غوښتنه وکړه چې هر څه ژر دغه ستونزه هواره کړي؛ ځکه دغه کار يواځې عام خلک له ستونزو سره مخ کړي دي.

له ډېرو هڅو وروسته هم ونه توانېدو چې په اړوند برخه کې د طالبانو نظر ترلاسه کړو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.