ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتیکا کې څلور ماین خښوونکي نیول شوي

پکتیکا کې څلور ماین خښوونکي نیول شوي

author avatar
23 May 2016 - 14:04
پکتیکا کې څلور ماین خښوونکي نیول شوي
author avatar
23 May 2016 - 14:04

ښرنه (پژواک، ٣ غبرګولى ٩٥): د پکتيکا امنيتي چارواکي وايي چې څلور ماين خښوونکي او د ځانمرګو بريدونو يو پلان جوړوونکی يې نيولي دي.

د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر عبدالرووف مسعود د غبرګولي په ٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې امنيتي ځواکونو تېره ورځ په جاني خېلو ولسوالۍ کې څلور ماين خښوونکي او يو د ځانمرګو بريدونو پلان جوړوونکی يې نيولي دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، يادو کسانو د لومړنيو څېړنو پر مهال پر خپلو جرمونو اعتراف کړى دى.

مسعود وايي چې له نيول شوو کسانو يو ميل کلاشينکوف، ريموټونه، ماينونه او يوه اندازه چاودېدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي.

هغه زياته کړه: ((د ځانمرګو بريدونو کوم پلان جوړونکی چې امنيتي ځواکونو نيولى په دې ولايت کې يې په ډېرو بريدونو کې لاس درلوده.))

دغه راز د جاني خېلو ولسوالۍ اوسېدونکي افسرخان پژواک ته وويل چې دغه څلور ماين خښوونکي پرون د خلکو په همکارۍ د امنيتي ځواکونو له لوري ونيول شول.

هغه وايي: ((دغو کسانو غوښتل چې ماين خښ کړي خلکو پوليسو ته خبر ورکړ او پوليس هم راغلل او دغه خلک يې لاس په لاس ونيول.))

ده وويل چې تر دې وړاندې هم يادو کسانو د دې ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې مايونونه ځاى پر ځاى کړي وو.

د افغان دولت وسله والو مخالفينو تر اوسه د يادو نيول شوو کسانو په اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.