ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د جوزجان والي: د حکومت پر وړاندې د جنګېدونکو وژنه واجب ده

د جوزجان والي: د حکومت پر وړاندې د جنګېدونکو وژنه واجب ده

author avatar
24 May 2016 - 22:11
د جوزجان والي: د حکومت پر وړاندې د جنګېدونکو وژنه واجب ده
author avatar
24 May 2016 - 22:11

شبرغان (پژواک، ٤ غبرګولى ٩٥): د جوزجان والي مولوي لطف الله عزيزي وايي چې د ملي يووالي حکومت د خلکو د ارادې پر بنسټ رامنځته شوی او په نظام کې پر ستونزو سربېره هم له شرعي اړخه یې پر وړاندې بغاوت هېڅ جواز نه لري. نوموړي دا ټکى نن د جوزجان په فيض اباد ولسوالۍ کې له افغان امنيتي ځواکونو د ملاتړ يوې جوړې شوې غونډې ته وکړې او څرګنده يې کړه، هغه کسان چې د جهاد، بم اېښودو، ځانمرګو او بمي چاودنو کار کوي، د انسانيت له دايرې وتلي دي. د جوزجان والي امنيتي ځواکونو ته په خطاب کې ټينګار وکړ، هغه کسان چې د جهاد په نامه بې ګناه انسانان وژني، واجب القتل دي او وژل يې جواز لري. د مولوي عزيزي په خبره، هغه حکومت چې د مسلمانانو د ارادې پر بنسټ جوړ شوى وي که چېرته يې په کاري اډانه کې ستونزې هم وي، په هېڅ صورت سره يې له شرعي ليد لوري پر وړاندې بغاوت جايز نه دى او د اوسني نظام ستونزې په هغې اندازه نه دي چې وسله وال مخالفين يې پر وړاندې جګړه وکړي او بې ګناه خلک په خاورو او وينو ولړي. هغه د امينتي ځواکونو د کړنو د ستاينې ترڅنګ وويل: ((د رغونې او بيارغونې پروژو، ښوونځي او کلينيکونو دروازې پرانېستل د امنيتي ځواکونو د کار پايله ده چې د خپلو سينو په ډال کولو سره له ټولو خلکو دفاع او ساتنه کوي.)) د جوزجان د فيض اباد ولسوالې سايرې شکېب سادات هم وويل چې د دې ولسوالۍ خلکو تر له امنيتي ځواکونو ملاتړ کړى او کوي يې، دغه ځواکونه توانېدلي چې د هغوى په سيمو کې امنيت راولي، هيله ده چې له دې وروسته وسله والو مخالفينو ته د امنيتي وضعيت د ګډوډۍ اجازه ورنه کړل شي. هغه په ډاګه کړه چې په فيض اباد ولسوالۍ کې د بيا رغونې او رغونې پروژو د پلي کېدو لپاره زمينه مساعده ده، ټولې دولتي او نا دولتي موسسې کولى شي چې په دې ولسوالۍ کې خپل پروګرامونه پيل کړي. د دې غونډې په پاى کې يو شمېر امنيتي چارواکو ته د ولايت مقام له لوري ستاينليکونه او مننليکونه هم ورکړل شول.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.