ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د طالبانو نوي مشر لپاره پر ملا هيبت الله او ملا يعقوب خبرې روانې دي

د طالبانو نوي مشر لپاره پر ملا هيبت الله او ملا يعقوب خبرې روانې دي

author avatar
24 May 2016 - 21:51
د طالبانو نوي مشر لپاره پر ملا هيبت الله او ملا يعقوب خبرې روانې دي
author avatar
24 May 2016 - 21:51

کابل (پژواک، ٤ غبرګولى ٩٥): طالبانو ته نږدې سرچينې وايي چې د وژل شوي ملا اختر منصور د ځاى ناستي لپاره د نورو کسانو تر څنګ پر ملا هيبت الله او ملا يعقوب خبرې روانې دي.

امريکا دوه ورځې مخکې اعلان وکړ چې د طالبانو مشر ملا اختر منصور يې د بې پيلوټه په يوه بريد کې د پاکستان د بلوچستان ايالت په دالبندين سيمه کې وژلى دى.

د امريکا ولسمشر بارک اوباما هم پرون د ملا منصور وژنه تاييد کړه او ګواښ يې وکړ، هر چېرې چې د امريکا ګټې له ګواښ سره مخ شي، دوى هلته بريد کولى شي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په رسمي توګه د خپل مشر د وژل کېدو په اړه څه نه دي ويلي، خو طالبانو ته نږدې سرچينې د هغه وژنه تاييد کړې ده.

طالبانو ته يوې نږدې سرچينې د غبرګولي په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوى لومړى د خپل مشر د تدفين مراسم ترسره کوي او بيا تر هغې وروسته پر نوي مشر سلاح او مشورې کوي.

د سياسي چارو کارپوه او د طالبانو د واکمنۍ مهال چارواکى محمد حسن حقيار وايي چې د نوي مشرتابه لپاره ډېر امکان شته چې پر اوسني لومړي مرستيال ملا هيبت الله اخوند هوکړه وشي.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې د ملا عمر تر مړينې وروسته ملا هيبت الله د ملا منصور لومړى مرستيال او سراج الدين حقاني يې دويم مرستيال په توګه ‌ټاکل شوي وو.

د حقيار د معلوماتو له مخې، د طالبانو په حلقو کې دغه راز د ملا محمد عمر پر زوى ملا يعقوب او بل طالب چارواکي ملا عبدالقيوم ذاکر هم خبرې روانې دي.

خو نوموړى وايي چې د ملا ذاکر د سخت دريځۍ او د ملا يعقوب د کمې تجربې له امله ډېر امکان شته چې پر ملا هيبت الله اخوند هوکړه وشي.

حقيار زياتوي، ملا هيبت الله د طالبانو له پخوانيو مهمو غړو څخه دى، د واکمنۍ پر مهال د کندهار د محکمې مشر او بيا د سترې محکمې د مرستيال په توګه يې دندې ترسره کړې دي.

طالبانو ته نږدې سرچينې او د سياسي چارو کارپوه نظرمحمد مطمين بيا وايي چې د ملا اخترمحمد منصور د ځاى ناستي په اړه تر ډېره فکر کېږي چې د ملامحمد عمر زوی ملا يعقوب به وټاکل شي.

هغه په ټولنيزه شبکه فيسبوک کې ليکلي، که طالبان ملا يعقوب خپل مشر وټاکي، نو ممکن چې د طالبانو د وېش مخه هم ونيول شي او د طالبانو سياسي او نظامي حلقات پرې متحد شي.

د مطمين په وينا، دا ډول د ملا اختر منصور د لومړي مرستيال مولوي هيبت الله په اړه هم خبرې کېږي چې کېداى شي د طالبانو نوی مشر وټاکل شي.

د حقاني شبکې د مشر او د ملا منصور د دويم مرستيال سراج الدين حقاني په اړه هغه ليکلي چې نوموړى د امريکا او نړۍ په تور او د بنديزونو په لېستونو کې شامل دی، نو د هغه ټاکنه به د طالبانو او نورې نړۍ تر منځ واټن نور هم زيات کړي.

هغه وايي، ډېر ګومان کېږي چې قوی کانديد او د طالبانو راتلونکی مشر دې د ملا محمدعمر زوی ملا يعقوب شي.

خو هغه زياته کړې چې د ملا محمد عمر د ورور ملا عبدالمنان اخوند پر سر هم خبرې کېږي، طالبان هم تر هر څه دې خبرې ته ډېر متوجه دي چې څه ډول متحد پاتې شي او داسې مشر رامخکې کړي چې د هغه په وجود کې يې د وېش د هڅو مخنيوی کړی وی.

بلخوا پاکستاني رسنيو هم طالبانو ته د نږدې سرچينو په حواله ليکلي چې د نوي مشر په توګه د ملا عمر د زوى ملا يعقوب د ټاکل کېدو امکان زيات دى.

د پاکستان د استخباراتي ادارې (اى اېس اى) پخوانى چارواکى متقاعد پوځي افسر محمود شاه ويلي چې دا به له امکان څخه لرې خبرې وي چې طالبان له کومې ستونز پرته په يوه اتفاق يو تن خپل مشر وټاکي.

د هغه په وينا، د طالبانو د نوي مشر ټاکنه به دومره اسانه نه وي، څومره چې د ملا عمر تر مړينې وروسته ملا اختر منصور په اسانه توګه د نوي مشر په توګه وټاکل شو.

دى وايي چې د ملا عمر تر مړينې وروسته سراج الدين حقاني، ملا هيبت الله ، د ملا عمر ورور ملا منان او د هغوى ملا يعقوب هم د مشرتابه لپاره کانديدان وو.

په افغانستان کې د پاکستان پخوانى سفير رستم شاه مومند بيا وايي چې د سراج الدين حقاني ټاکنه ځکه له امکان څخه لرې ده چې هغه د حقاني شبکې په نامه جلا ډله لري او کېداى شي ډېرى طالبان يې مخالفت وکړي.

د افغانستان د چارو کارپوه او له طالبانو سره نږدې اړيکې لرونکى رحيم الله يوسفزي پاکستاني رسنۍ (ډان نيوز) ته ويلي چې د ملا عمر زوى ملا يعقوب د طالبانو ټولو ډلو او مشرانو ته د منلو وړ کانديد دى.

د هغه په وينا، له طالبانو څخه د جلا شوې ډلې مشر ملا رسول هم ويلي، که ملا يعقوب د طالبانو مشر شي، نو دى به هم ورسره يو ځاى شي.

د يادونې ده، د ملا عمر تر مړينې وروسته د نوي مشر په توګه د ملا منصور پر ټاکل کېدو زيات اختلافات رامنځته شوي وو، خو تر څو مياشتو هلو ځلو وروسته د ملا عمر د کورنۍ تر څنګ يو شمېر مشرانو ورسره بيعت وکړ.

بلخوا ځينو غربي رسنيو د طالبانو د نوي مشرتابه لپاره د سراج الدين حقاني، ملا يعقوب، ملا عبدالقيوم ذاکر او ملا شېرين نومونه هم خپاره کړي دي.

د اېکسپرېس ټريبيون په نوم يوې پاکستانۍ رسنۍ طالبانو ته د نږدې سرچينو په حواله خبر ورکړى چې له تېرو دوو ورځو راهيسې د طالبانو رهبري شورا په نامعلوم ځاى کې ناسته پيل کړې، څو نوى مشر وټاکي.

سرچينې زياته کړې چې د امنيتي ملحوظاتو له امله يې ځېنو مشرانو په دې ناسته کې ګډون نه کړى ، خو وړانديزونه يې ليږلي دي.

Visits: 22

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.