ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“هوايي پوځ د طالبانو عمري عمليات له ماتې سره مخ کړي”

“هوايي پوځ د طالبانو عمري عمليات له ماتې سره مخ کړي”

author avatar
24 May 2016 - 21:57
“هوايي پوځ د طالبانو عمري عمليات له ماتې سره مخ کړي”
author avatar
24 May 2016 - 21:57

کابل (پژواک، ۴ غبرګولى ٩٥): د افغانستان د هوايي پوځ مشر، د دغه پوځ د ستاينې په موخه جوړه شوې ناسته کې وويل چې اوس دغه ځواک پياوړى شوى او د طالبانو “عمري” عمليات يې له ماتې سره مخ کړي دي.

د هوايي ځواکونو قوماندان ډګر جنرال عبدالوهاب وردګ نن په کابل کې “د افغان ځوانانو نړيوالې ټولنې” له خوا د يادو ځواکونو د ملاتړ او ستاينې په موخه جوړه شوې ناسته کې له يادې ټولنې د مننې تر څنګ وويل چې افغان هوايي پوځ په نړيوالو معيارونو د روزل شوو پيلوټانو تر څنګ، پر مخ تللې جنګي الوتکې او چورلکې لري.

دی وايي: “هوايي پوځ اوس تر لسو (A 29) پوځي الوتکې چې ۳۶ ډوله پرمختللې وسلې کارولی شي، همدارنګه موږ (سي ـ۲۷) او (سي ـ۲۰۷) پوځي او اکمالاتي الوتکې هم لرو چې په سختو پوځي حالاتو کې له ځمکنيو ځواکونو سره مرسته کوي.”

د ده په وينا، دا مهال افغان هوايي ځواک د (مې – ۳۵)، (اېم اي – ۲۵) او (اېم ډي – ۵۳) ډوله چټکې پوځي او اکمالاتي چورلکې هم لري.

هغه وايي چې د ټولو الوتکو او چورلکو پيلوټانو او انجنيرانو په بهرنيو هېوادونو کې زده کړې کړې او پياوړې کاري وړتياوې لري.

د وردګ د معلوماتو له مخې، دا مهال شاوخوا ۲۳۰ پيلوټان او انجنيران د امريکا په متحده ايالتونو، چک، عربي متحده اماراتو او هندوستان کې په زده کړو بوخت دي او ډېر ژر به ۱۵۰ تنه نور کسان په دې برخه کې د زده کړو په موخه بهرنيو هېوادونو ته واستول شي.

د احتياطي پوځيانو په چارو کې د ملي دفاع وزارت مرستيال ډګر جنرال افضل امان وويل: “ملي پوځ د ملي يووالي سمبول دی چې په يو غږ او يو هدف د خپلو خلکو په خدمت کې دی، دا مستحکم پوځ د خلکو له منځ نه راولاړ شوى پوځ دى، ستاسو بچي دي، ستاسو ملاتړ ته اړتيا لري.”

د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني د فرهنګي چارو مشر مياګل وثيق هم په دې مراسمو کې خبرې وکړې او د افغان ځواکونو په ځانګړي ډول د هوايي ځواک کړنې يې وستايلې.

هغه وويل: “زموږ سرتېري قرباني ورکوي، د هېواد د دښمنانو پر وړاندې شپه ورځ نه ستړې کېدونکې هلې ځلې او مبارزې کوي، نو د دې ځواکونو د کړنو د تقدير په موخه موږ ته په کار ده چې د خپلو ځواکونو په ځانګړي ډول د هوايي ځواک د سرتېرو ملاتړ وکړو.”

د افغان ځوانانو د نړيوالې ټولنې مرستيال علي منصور شريفي د افغان هوايي ځواکونو د ستاينې تر څنګ وويل: “دا د سرتېرو او ځوانانو د قربانيو پايله ده چې موږ دلته په ارامه سره ژوند کوو.”

هغه وايي، دوى ځکه نننۍ غونډه جوړه کړې او د افغان ځواکونو د کړنو ستاينه کوي چې دغه ځواکونه د يواځېتوب احساس ونه کړي.

د غونډې په پای کې د يادې ټولنې له خوا يو شمېر پيلوټانو او سرتېرو ته ستاينليکونه ورکړل شول.

د شريفي د معلوماتو له مخې، د ځوانانو دغه ټولنه په ۱۳۹۳ کال جوړه شوې او دا مهال په کابل، امريکا متحده ايالتونو، انګلستان، استراليا، ترکيې، عربو متحده اماراتو، هندوستان او قزاقستان کې دفترونه لري.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.