ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تر معيوبېدو وروسته ملګرو پرېښودم

تر معيوبېدو وروسته ملګرو پرېښودم

author avatar
25 May 2016 - 11:26
تر معيوبېدو وروسته ملګرو پرېښودم
author avatar
25 May 2016 - 11:26

ترينکوټ (پژواک، ٥ غبرګولي ٩٥): د ماين په يوه چاودنه کې معيوب شوى ٢٤ کلن ځوان عبدالهادي غمزده وايي چې تر معيوبيت وروسته پخواني ملګرو ورسره ناسته ولاړه پرېښوده.

عبدالهادي پنځه کاله مخکې په ترينکوت ښار کې د يوې چاودنې له امله خپل لاس او دوې پښې په داسې حال کې له لاسه ورکړې چې هغه مهال د سيدالخان لېسې د نهم ټولګي زده کوونکى و.

عبدالهادي وايي چې د کورنۍ مشر زوى دى، درې نور کشران وروڼه هم لري چې اوسمهال په ښوونځي کې زده کړې کوي.

عبدالهادي چې تر چاودنې او معيوبيت مخکې يې تخلص مختار و، اوس يې پر ځان غمزده تخلص ايښى دى.

ده زياته کړه: ((اوس د مختار تخلص د ځان لپاره برابر نه ګڼم.))

ده پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل: ((کله چې روغ وم، د واليبال پياوړى لوبغاړى وم، خو اوس له هر څه پاتې يم؛ ځکه مې تخلص هم غمزده کړ.))

عبدالهادي وايي، پنځه کاله مخکې د پنجشنبې په ورځ له ښوونځي تر رخصتۍ وروسته يې غوښتل د ماما کور ته ولاړ شي او د جمعې رخصتي هلته تېره کړي.

هغه وايي چې د ماما کور يې د ترينکوټ ښار اړوند د بلوڅي په ساحه کې دی، د اوړي موسم و، د غرمې په دوولسو بجو د ماما کور ته ورسېد.

غمزده وويل چې د غرمې تر ډوډۍ خوړلو او ويده کېدو وروسته مازديګر مهال د ماما کور مخې ته د هغه دوکان ته ولاړ.

ده زياته کړه: ((په دوکان کې مې درې ماماګان او د ملي اردو ځيني سرتېري ناست وو، ما هم د دوکان په يوه څنډه کې ډډه ووهله، څو شېبې نه وې تېرې چې ناڅاپه يوه قوي چاودنه وشوه.))

غمزده وايي چې په ياده چاودنه کې يې درې ماماګان او د ملي اردو څو سرتېر ووژل شول او يو شمېر نور ټپيان شوي وو.

د هغه په وينا، تر پېښې وروسته د بهرنيانو چورلکې راغلې او نور ټپيان يې د بهرنيو ځواکونو پوځي روغتون ته ولېږدول.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.