ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دفاع وزارت د ځانګړو ځواکونو له ښوونځي ۹۱۴ کسان فارغ شول

د دفاع وزارت د ځانګړو ځواکونو له ښوونځي ۹۱۴ کسان فارغ شول

author avatar
25 May 2016 - 15:58
د دفاع وزارت د ځانګړو ځواکونو له ښوونځي ۹۱۴ کسان فارغ شول
author avatar
25 May 2016 - 15:58

کابل (پژواک، ۵ غبرګولی ۹۵): چارواکو د ٩١٤ ځانګړو ځواکونو د فراغت په ناسته کې وويل چې دغه ځواکونه پر نړيوال معيار روزل شوي او په سختو شرايطو کې ځانګړي پوځي عمليات ترسره کولاى شي.

د ملي دفاع وزارت د ځانګړو ځواکونو د ښوونځي قوماندان ډګروال عبدالجبار وفا نن په کابل کې په ياده غونډه کې وويل چې له يادو فارغو شوو کسانو څخه ۷۴ افسران، ۱۹۹ بريدملان او ۶۴۱ سرتېري شامل دي.

 هغه وويل چې دغو کسان ۱۴ مياشتنۍ مسلکي پوځي روزنه ليدلې ده.

ده وويل چې دغو کسانو ته له نړيوالو معيارونو سره سم زده کړې ورکړل شوي دي.

دى وايي چې د ملي اردو ځانګړو (کومانډو) ځواکونو د ځانګړو مهارتونو په لرلو سره د هېواد په ګوټ ګوټ کې دښمن ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړی دی.

په نننۍ غونډه کې د وسله وال پوځ لوی درستېر ستر جنرال قدم شاه شهيم وويل: "وسله وال پوځ په ځانګړي ډول کومانډو ځواکونو په ډېره مېړانه د نړيوالو تروريستي ډلو پر وړاندې پياوړې مبارزه کړې، ترهګرې ډلې يې سختې ځپلي او په شپنيو عملياتو کې يې ګڼ شمېر مخالفين اود هغوی مشران نيولي دي."

شهيم پر فارغ شوو ځانګړو ځواکونو غږ وکړ: "تاسو د هېواد رښتيني بچي ياست، افغانستان ستاسو کور دی؛ د هېواد په ګوټ ګوټ کې ستاسو هېوادوال او نور پوځونه تاسو ته سترګې په لاره دي؛ تاسو خپل ځانونه قربانوئ او د هغوی امنيت ساتئ."

هغه فارغ شوو پوځيانو ته وويل: "تاسو افغانان ياست، د يو سنګر وروڼه ياست؛ فکر مو وي چې تاسو د وسله والو دښمنانو تر څنګ بل ستر دښمن هم لري چې هغه ستاسو په منځ کې تفرقه او نفاق دی، تاسو بايد د دې خطرناکه دښمن پر وړاندې جدي مقابله وکړې."

فارغ شوي سرتېري نقيب الله چې د نورو فارغانو په استازيتوب يې خبرې کولې، وويل: "ما چې د کومانډو پوځي يونيفورم واغوست او د خدمت کمربند مې وتاړه نو له خدای سره مې دا ژمنه وکړه، تر څو چې يو څاڅکی وينه مې په وجود کې وي له خپلې خاورې او خپلو خلکو به دفاع کوم."

بل فارغ شوي سرتېري ولايت خان اتل وويل چې په ۱۴ مياشتو کې يې له ډېرو ستونزو ډک پوځي تمرينات ترسره کړي او د بېلابېلو پرمختللو وسلو او پوځي تکتيکونو مهارتونه يې زده کړي دي.

هغه زياته کړه: "زه کومانډو يم ،په پوره توان او ډاډ حاضر يم چې د جګړې په ډګر کې خپله اتلولي وښيم، زما دنده له خپل هېواد او خلکو ساتنه ده؛ د خپلو وينو په بدل کې به يې ساتنه کوم. "

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.