ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مرکزي ولایتونو مشرانو د برېښنا د وېش په اړه د ولسمشر د وروستي حکم ملاتړ وکړ

د مرکزي ولایتونو مشرانو د برېښنا د وېش په اړه د ولسمشر د وروستي حکم ملاتړ وکړ

author avatar
25 May 2016 - 19:39
د مرکزي ولایتونو مشرانو د برېښنا د وېش په اړه د ولسمشر د وروستي حکم ملاتړ وکړ
author avatar
25 May 2016 - 19:39

کابل (پژواک ٥ غبرګولى ٩٥): د مرکزي ولايتونو ځينو مشرانو له ولسمشر سره په کتنه کې دې ولايتونو ته د برېښنا د وېش په اړه د ولسمشر له وروستي حکمه ملاتړ وکړ او ويې ويل، هېڅوک حق نه لري چې دولت ته سور خط ترسیم کړي.

تېره ورځ ولسمشر غني په ټوټاپ مشهور د ترکمنستان د برېښنا د لين د څېړنې د کميسيون راپور تاييد کړ او حکم يې وکړ چې د دې پروژې تدارکاتي هير دې د سالنګ له لارې بېرته پيل شي.

په حکم کې زياته شوې چې د دوشي له سيمې د باميانو تر مرکز پورې به د ٣٠٠ مېګاواټو په ‎ظرفيت د ٢٢٠کيلو ولټ برېښنا د انتقال ليکه ورغول شي، چې چارې يې د سږکال له چنګاښ مياشتې پيل او د ١٣٩٨ کال تر ليندۍ مياشت پورې به پاى ته ورسېږي.

د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر محمد اشرف غني نن ماسپښین د هېواد د مرکزي ولایتونو له یو شمېر مشرانو سره په ارګ کې وکتل.

سرچينه کاږي، په دې کتنه کې چې د کابینې ځينو غړو او د ملي شورا استازو هم حضور درلود، په پیل کې علي رضا شریفي او امین یکاولنګي د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او مرکزي ولایتونو ته د برېښنا د وېش په هکله د ولسمشر له وروستي حکم څخه یې خپل ملاتړ اعلان کړ.

هغوی څرګنده کړه، د مرکزي ولایتونو خلک هیله لري چې ژر به یې کورونه د برېښنا په انرژي روښانه شي.

یادو ویناوالو د حکومت له برنامو څخه د ملاتړ په ترڅ کې وویل، دا کتنه د حکومت او خلکو ترمنځ د تعامل پایله ده، ځکه حکومت د خلکو غږ واورېد او پاملرنه یې ورته وکړه.

هغوی ټینګار وکړ، هېڅوک حق نه لري چې دولت ته سور خط ترسیم کړي.

په خبرپاڼه کې زياته شوې چې اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله وویل، حکومت کوښښ وکړ چې له ممکنه لارو څخه مرکزي سیمو ته برېښنا ولېږدوي او د ولسمشر د حکم په اساس به ژر مرکزي سیمو ته د برېښنا وېش پیل شي.

ولسمشر اشرف غني په دې ناسته کې ويلي، د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا د لېږد د لین د مسیر د ارزونې ملي کمیسیون هره ورځ له ۱۰ څخه تر ۱۹ ساعته پورې کار کړی او د خپلو موندنو پایلې یې وړاندې کړې.

هغه زیاته کړه، حکومت دنده لري چې د یاد کمیسیون پرېکړې عملي کړي.

د ده په وينا، مرکزي ولایتونو ته د برېښنا د لېږد پروژې د کار د پیل لپاره لازم مالي امکانات موجود دي او ژر به یې کار پیل شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.