لښکرګاه (پژواک، ٥ غبرګولى ٩٥): د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ کې د پولیسو د يوې پوستې قوماندان د خپلو ملګرو له لوري په ډبره وژل شوى دى.
د ګرمسېر ولسوالۍ يوې امنيتي سرچيني د غبرګولي په ٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه د دې ولسوالۍ د اميراغا سيمې په پوسته کې تېره شپه ناوخته شوې ده.
هغه وايي: ((دغه قوماندان بډک نومېده خو په کاکو باندې مشهور و، له خپلو څلورو نورو عسکرو سره په پوسته کې وو خو بېګاه يې تر منځ کومه ستونزه پيدا شوې او ملګرو يې بډک په سر په ډبره وهلی او وژلى يې دى.))
هغه زياته کړه چې د بډک د وژنې په تور دوه تنه نيول شوي او اوس مهال تر پوښتنو لاندي دي.
د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال اقا نور کينتوز هم ياده پېښه تاييد کړه او ويې ويل چې د نورو معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره يې پلاوى سيمې ته استولى دى.
ګرمسېر د هلمند تر ټولو امنه ولسوالي ده چې د مرکز لښکرګاه سوېل ته په ٧٠ کيلومترۍ کې پرته ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن