ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په جوزجان کې ورزشکارې نجونې ګواښل کېږي

په جوزجان کې ورزشکارې نجونې ګواښل کېږي

author avatar
25 May 2016 - 11:32
په جوزجان کې ورزشکارې نجونې ګواښل کېږي
author avatar
25 May 2016 - 11:32

شبرغان(پژواک، ٥ غبرګولى ٩٥): په جوزجان کې يو شمېر ورزشکارې نجونې وايي، دا چې په لوبغالو کې له هلکانو سره يو ځاى ورزش کوي، نو يو شمېر افراد يې ګواښي.

دغه ورزشکارانې د نجونو د ورزش لپاره د ځانګړي ځاى نشتوالى له خپلو جدي ستونزو بولي.

 سميرا حاجي زاده چې له شپږو مياشتو راهيسې فوټبال کوي، پژواک ته يې وويل چې د نجونو د ورزش لپاره  د ځانګړو ځايونو نشتوالي دوى له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

هغې زياته کړه:(( موږ په تازه پرانېستل شوي لوبغالي کې له هلکانو سره يواځې تمرين کوو او دا چاره ددې سبب شوې چې يو شمېر افراد مو وګواښي او کله چې موږ د تمرين لپاره له کوره راوځو، له کوڅې تر لوبغالي پورې د ځينې کسانو له منفي غبرګون سره مخ کېږو.))

د کرشمې په نامه يوې بلې ورزشکارې وويل چې اوسنيو ګواښونو د ورزشکارو نجونو پر وړاندې وېره او ډار رامنځته کړى او هغوى نه شي کولى چې په ارام فکر ورزش وکړي.

هغې زياته کړه:((يواځې مزاحمتونه او ګواښونه نه دي چې د نجونو د ورزش پر وړاندې خنډ جوړوي، بلکې د ورزشي وسايلو او د نجونو لپاره د ځانګړو ورزشي ځايونو نشتوالي هم زموږ ستونزې ډېرې کړې دي.))

کرشمې وويل چې ددې اندېښنو د لرې کولو او د نجونو د ورزش د ورته پاتې والي د مخنيوي په موخه بايد هغوى ته يو ځانګړى جمنازيوم جوړ شي.

په دغه ولايت کې د رويا په نوم يوې بلې ورزشکارې وويل چې که د ورزشکارو نجونو لپاره ځانګړي ځايونه مشخص شي، کورنۍ به هم ددې لېوالتيا پيدا کړي چې خپلو لوڼو ته د ورزش اجازه ورکړي.

هغې زياته کړه:(( کله چې کورنۍ ګوري نجونې او هلکان په يوه ورزشي ميدان کې ورزش کوي، نو هغوى د خپلو لوڼو د ورزش مخنيوى کوي.))

د جوزجان ولايت د بدني روزنې او سپورټ مشر محمد صديق فايض په دې ولايت کې د ورزشکارو نجونو د ځورونې د موضوع پخلى وکړ او ويې ويل چې ځينې نجونې سهار مهال د روزشي تمرين لپاره لوبغالي ته راځي چې يو شمېر افراد يې ځوروي او دا کار د نجونو د ورزش مخنيوى کوي.

فايض وويل:((کله چې له دې موضوع خبر شوو، مخنيوى مو يې وکړ او غواړو چې د نجونو ورزش په دې ولايت کې وده وکړي او هغه کسان چې هغوى ته خنډونه جوړوي، داسې کسان دي چې له ورزش سره مينه نه لري او نه غواړي چې وده وکړي.))

هغه څرګنده کړه چې امنيتي ځواکونه په دې برخه کې د بدني روزنې او سپورټ رياست سره همکار دي او ددې اجازه نه ورکوي چې نجونې له ځور اوګواښ سره مخ شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.