هرات ښار (پژواک، ٤ غبرګولى ٩٥): په هرات ښار کې د (خانه ايران) په نوم د ايراني مالونو ځانګړى نندارتون پرانيستل شو.
د ياد نندارتون جوړوونکي وايي چې دا په هرات کې د ايراني مالونو لسم نندارتون دى.
په هرات کې د ايران سر کونسل محمود افخمي رشیدي د نندارتون د پرانېستې مراسمو ته وويل چې ياد نندارتون يې د افغانستان او ايران د اړيکو نږدې کېدو او هرات ښار ته د ايراني ټکنالوجۍ د واردولو په موخه جوړ کړى دى.
سرکونسل وويل چې هرات د افغانستان اقتصادي مرکز ګڼل کېږي او له دې اړخه په دې ښار کې د ايران د تخصصي نندارتون جوړول د ايران نوې ټکنالوجۍ ته د ور ننوتلو لاره پرانېزي.
افخمي له افغان پانګه والو او صنعت کارانو په ځانګړي ډول د هرات له پانګه والو او صنعت کارانو غوښتنه وکړه چې د ايران په ګډو نندارتونونو کې ګډون وکړي خپل توليدي توکي نندارې ته وړاندې کړي.
افخمي وويل چې په دغه نندارتون کې د ايران د توليدي مالونو ٢٤غرفې شته چې د کورنۍ وسايل لکه د کاليو مينځلو ماشينونه، يخچال، موبل فرنېچر، چوکۍ، برېښنايي او ودانيز توکي نندارې ته اېښودل شوي دي.
د هرات د سوداګرۍ او صنايعو سوداګرۍ مشر جابر انصار په هرات کې د ايران د توليدي مالونو نندارتون جوړول د اهميت وړ وبلل او ويې ويل چې دا ډول نندارتون د سوداګريزو اړيکو زياتولو او دواړو هېوادونو د سوداګريزو خنډونو د لرې کولو لپاره اغېزناک دي.
نوموړي په ايران کې د ايران له سر کونسل څخه وغوښتل چې په ايران کې دې هم د افغانستان توليداتو ته د نندارتون زمينه مساعده کړي، څو افغان صنعتکاران وکولى شي چې خپل توکي هلته نندارې ته وړاندې کړي.
هغه وويل: ((موږ داسې مالونه لرو چې د ايران د خلکو اړتياوې پوره کولى شي، له افخمي صاحب غواړم چې په خپل هېواد کې د پانګونې زمينه مساعده کړي.))
په ورته وخت کې د دغه نندارتون يو شمېر ګډونوال وايي که چېرته زموږ په هېواد په ځانګړي ډول هرات ښار کې هغه مهال موثريت لري چې زموږ د هېواد ورته کورني توليدات هم نندارې ته وړاندې شي.
د نندارتون یوه لېدونکي فيض احمد محمدي وويل: ((د نندارتون ځيني توکي زموږ په ښار کې هم شته، لکه موبل فرنيچر چې اړتيا يې نه وه.))
يوه بل نندارچي عزيزاحمد وويل: ((ځيني مډرن توکي په کې شته چې زموږ ښار کې توليد نه لري، کېدى شي چې زموږ هېواد ته د ټکنالوژۍ د راتګ سبب شي.))
د نندارتون جوړوونکي وايي چې ياد نندارتون يې د هرات ښار د مولانا جلال الدين محمد بلخي په تالار کې جوړ کړى او د څلورو ورځو لپاره به پرانېستى وي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن