ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کونړ کې د ځغاستې سيالۍ تر سره شوې

په کونړ کې د ځغاستې سيالۍ تر سره شوې

author avatar
25 May 2016 - 17:20
په کونړ کې د ځغاستې سيالۍ تر سره شوې
author avatar
25 May 2016 - 17:20

اسعداباد (پژواک، ٥ غبرګولى ٩٥): په کونړ ولايت کې د لومړي ځل لپاره د ځغاستې سيالۍ ترسره شوې چې د څلورو ولسواليو او مرکز لسګونو لوبغاړو په کې برخه اخيستې وه.

د کونړ د اولمپيک مشر احدالله د غبرګولي په ٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې سيالۍ کې د ولايت د مرکز او څلورو ولسواليو څوکۍ، خاص کونړ، سرکاڼو او مرورې شاوخوا ٨٠ کسانو برخه اخيستې وه.

هغه زياته کړه، دې کسانو له تېرې يوې مياشتې راهيسې په وقفه يي توګه خپل تمرينات ترسره کول.

د نوموړي په وينا، د دې سيالۍ لپاره دوه کيلومتره واټن ټاکل شوى و چې په ترڅ کې يې د خاص کونړ ولسوالۍ عبدالباسط لومړى مقام، د سرکاڼو ولسوالۍ انتظار دويم مقام او د څوکۍ ولسوالۍ اوسېدونکي ولي الله درېيم مقام خپل کړ.

احدالله وايي، د لومړي مقام اخيستونکي ته د ځغاستې يو بايسکل ډالۍ ورکړل شو، دغه راز نورو ته هم د سيارې موسسې له لوري ډالۍ ورکړل شوې.

د لومړي مقام ګټونکي عبدالباسط پژواک اژانس ته وويل، که د ځوانانو لپاره دا ډول نور پروګرامونه برابر شي، نو دوى به د نشه يي توکو پر ځاى ښو کارونو ته مخه کړي.

دى زياتوي، ډېرى ځوانان د پرديو له خوا جنګونو او نشو ته هڅول کېږي، خو دا ډول سيالۍ يې مثبت فکر ته ګرځوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.