مزار شريف (پژواک، ٥ غبرګولى ٩٥): چارواکي وايي چې په بلخ ولايت کې د عملياتو پر مهال ٢٥ وسله وال وژل شوي او يو شمېر نور يې ټپيان دي.
د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ د ا منيت امر سمونوال عبدالرزاق قادري د غبرګولي په ٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې ګډو ملي ځواکونو پرون سهار د چمتال ولسوالۍ په بېلا بېلو سيمو کې د نويد ٤ په نامه عمليات پيل کړي دي.
هغه زياته کړه چې د دې عملياتو پر مهال د ملي اردو ځواکونو هوايي بريدونه هم کړي، چې په ترڅ کې يې ٢٥ وسله وال وژل شوي او ١٥ نور يې ټپيان دي.
دى وايي چې په ټپي وسله والو کې د چمتال ولسوالۍ لپاره د طالبانو لخوا ټاکل شوى ولسوال ملا ګلاب الدين هم شامل دى.
قادري وويل چې دا عمليات د چمتال ولسوالۍ له بارګاه افغانيه سيمې څخه پيل او د البرز غرونو تر لمنو پورې غځېدلي او اوس هم دوام لري.
د نوموړي په وينا، په دې عملياتو کې دولتي ځواکونو او ملکي وګړو ته کوم زيان نه دى اوښتى.
د چمتال ولسوالۍ د جرکلا سيمې يو تن قومي مشر حبيب الله پژواک اژانس ته وويل چې پرون يې له سيمې لويه قوه تېره شوه، چې هوايي ځواکونو يې هم ملتيا کوله.
هغه وايي چې دا لبرز غرونو په لمنو او لرو پرتو کليو کې عمليات شوي، خو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن