ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بې پيلوټه الوتکو بريدونو کې ١٢ وسله وال وژل شوي

د بې پيلوټه الوتکو بريدونو کې ١٢ وسله وال وژل شوي

author avatar
26 May 2016 - 11:36
د بې پيلوټه الوتکو بريدونو کې ١٢ وسله وال وژل شوي
author avatar
26 May 2016 - 11:36

جلال اباد(پژواک، ٦ غبرګولى ٩٥): چارواکي وايي چې په ننګرهار ولايت کې د بهرنيو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې په هوايي بريد کې د طالبانو او داعش ١٢  وسله وال وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د غبرګولي په ٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل  چې دا هوايي بريد پرون د اچين ولسوالۍ په سروبي کلي کې شوى دى.

هغه زياته کړه چې د بهرنيو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې په دې هوايي بريد کې د داعش شپږ وسله وال وژل شوي  دي .

د خوږياڼي په وينا، دغه راز په دې بريد کې د يادې ډلې يو سراچه موټر چې له چاودېدونکو توکو ډکه و، هم له منځه وړل شوى دى.

نوموړي زياته کړه چې وژل شوي وسله وال د ډيورنډ پولې د پورې غاړې د اورکزو ايجنسۍ اوسېدونکي وو.

د والي وياند وايي چې په دې بريد کې ملکي وګړو ته هېڅ ډول زيان نه دى اوښتى.

د ملي دفاع وزارت هم ويلي چې په اچين کې د بې پيلوټه الوتکې  بريد کې يو شمېر داعش وسله وال وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي وياند دغه راز وويل چې نن سهار په خوګياڼو ولسوالۍ کې هم د هوايي بريد په پايله کې څلور وسله وال مخالفين وژل شوي دي.

هغه زياته کړه چې دا بريد د يادې ولسوالۍ د وزيرو په پيره خېلو سيمه کې د بې پيلوټه الوتکې په وسيله ترسره شوى، چې په وژل شويو کې يو قوماندان هم شامل دى.

بلخوا د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ وياندسمونمل حضرت حسين مشرقيوال وايي  چې په کوټ ولسوالۍ کې هم د هوايي بريد له امله د داعش دوه وسله وال وژل شوي دي.

يادې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.